يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د غزلو کِتاب - شپږم باب

ښځې

۱ستا جانان چرته لاړونه،

په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟

ستا جانان چرته تلے دېنه؟

چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟

محبوبه

۲زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه،

خپل د خوشبويانو کټ ته،

چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه،

او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.

۳جانان زما او زۀ د جانان يمه،

هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.

پينځم سرود

محبوب

۴زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه.

آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه،

او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.

۵سترګې دې ما نه واړوه،

ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه.

ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،

چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.

۶ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،

چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،

او تازه لمبولے شوے وينه.

هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،

يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.

۷ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.

۸په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې

او په بې‌شمېره پېغلو کښې،

۹خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه،

زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه،

او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه.

پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه،

تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې

د هغې د صِفت سندرې وائينه.

۱۰”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه،

لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه،

او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“

۱۱زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه

او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه،

د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه

او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه

۱۲زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه،

او د عشق نه رپېدمه

لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه

ښځې

۱۳واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې.

واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه.

محبوب

تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه

کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو

په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟