ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀويشتم زبور

د دښمنانو په خلاف د مرستې دپاره دعا

(د داود زبور)

۱ای څښتنه، ای زما دفاع کوونکیه

زه فریاد کومه تاته

په ما دې مه کڼوه خپل غوږونه

که ځواب راته رانه کړې

نو زه به د هغو په شان شم

چې وي روان د مرګ کندې ته

۲زه چې کله د کومک دپاره تاته زاري کومه

ستا د ډېر سپېڅلي ځای په لور چې کړم لاسونه پورته

نو قبوله مې زاري کړه

۳ما په هغو بدکارانو کې مه نیسه

کوم چې کاندي بد کارونه

هغوی تل کاندي خبرې دوستانه

خو په زړونو کې یې تل وي نفرتونه

۴څه چې دوی کړي د هغو سزا ورکړه

د هغو بدو کارونو چې دوی کړي

د خپلو ټولو عملونو سزا ورکړه ته هغوی ته

چې د کوم شي دوی لایق دي هغه ورکړه

۵هغه کارونه چې څښتن کړي دي

او یا هغه څه چې جوړ کړي دي هغه

هغوی یې نه ساتي پروا

نو به ونړوي دوی شي راګوزار به

بیا هېڅکله به هغوی نه کړي آباد

۶ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې یې واورېدې زارۍ زما د رحم په خاطر

۷دی څښتن زما قوت او زما سپر

زه د زړه نه توکل په هغه کړمه

هغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي زړګی

زه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم

۸څښتن قوت ورکوي خپل ولس ته

هغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا

۹ته خپل قوم ته نجات ورکړه ای څښتنه

هغه چاته برکت ورکړه چې ستا دي

ته شپونکی د هغوی اوسه

همېشه ورباندې پام کړه