ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - اتم فصل

د سلیمان نور کارونه

(لومړی پاچاهان ۹: ۱۰ - ۲۸)

۱سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه. ۲سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي.

۳سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه. ۴هغه د تدمور ښار چې په دښته کې ؤ، قوي کړ او په حمات کې یې هغه ټول ښارونه هم ودان کړل چې د ذخیرو د ساتلو مرکزونه وو. ۵سلیمان دا لاندېني ښارونه هم بېرته ودان کړل: پورتنی او ښکتنی بیت حورون (هغه دواړه قوي ښارونه وو چې داسې دروازې یې درلودلې چې اړمونه یې درلودل.) ۶سلیمان بعلت او هغه ښارونه ودان کړل چې هغه ذخیرې په کې ساتلې او هغه ښارونه یې هم ودان کړل چې د هغه د اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پاچاهي کوله، ودان کړل.

۷‏-۸سلیمان د بېګار دپاره د کنعان د خلکو ټوله اولاده مزدوران ونیول، یعنې هغه خلک چې د اسراییلو قوم د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې له منځه یو نه وړل. په دې کې حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي. ۹خو سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم د بېګار دپاره ونه نیوه، بلکې هغوی د هغه عسکر، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.

۱۰همدارنګه هغوی د سلیمان پاچا د ودانۍ د جوړولو لوړ رتبه مامورین وو. دوه سوه او پنځوسو کسانو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.

۱۱سلیمان خپله ښځه چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې د هغې دپاره یې جوړه کړې وه، بوتله. ځکه هغه وویل: «زما ښځه نه شي کولای د داود، یعنې د اسراییلو د پاچا په ماڼۍ کې ژوند وکړي، ځکه په هرځای کې چې د لوظ صندوق ایښودل شوی وي، هغه ځای سپېڅلی دی.»

۱۲سلیمان د قربانۍ په هغه ځای کې چې هغه د خدای د کور برنډې ته مخامخ جوړ کړی ؤ، څښتن ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې. ۱۳هغه د موسی شرطونه پوره کړل چې د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر او په درېو اخترونو کې چې هر کال راځي یعنې د فطیرې ډوډۍ اختر، د لو اختر او د جونګړو په اختر کې څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کېدلې.

۱۴بیا سلیمان د خدای په کور کې کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې وروسپارلې او هغه اصول یې سرته ورسول چې خپل پلار یعنې داود ورکړي وو. لاویانو د ستاینې او د عبادت مشري په غاړه اخیستې وه او د کاهنانو سره به یې د هغوی په وظیفو کې مرسته کوله. هغه د هرې دروازې دپاره ډله ییز ساتونکي هم وټاکل، ځکه چې دا د خدای د خدمتګار داود حکم ؤ. ۱۵کاهنانو او لاویانو هغه لارښوونې چې داود پاچا هغوی ته د خزانو او نورو موضوعګانو په اړه ورکړې وې، په غور او تفصیل سره تر سره کړې.

۱۶په دې ډول د سلیمان ټول کارونه پوره شول. د څښتن د کور د بنیاد ایښودلو څخه نیولې د هغه د پوره کېدو پورې ټول کارونه په بریالیتوب سره سرته ورسېدل.

۱۷وروسته سلیمان عصیون جابر او د ایلت ښارګوټو ته لاړ چې د ادوم د دریاب په غاړه پراته وو. ۱۸حیرام د خپلو سړیو د امر لاندې او د تجربه لرونکو کشتیوانانو سره هغه ته کشتۍ ګانې ورولېږلې. هغوی د سلېمان د کسانو سره په کشتۍ ګانو کې اوفیر ته سفر وکړ او د پنځلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان پاچا ته وسپارل.