ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او پينځويشتم زبور

د خدای د قوم امنیت

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱څوک چې څښتن باندې توکل کوي

دي د صهیون د غره په شان هغوی

چې هېڅکله نه لړزیږي او ټینګ وي تل دپاره

۲لکه څنګه چې ساتنه کیږي له اورشلیم نه

په غرونو له هرې خوا نه

داسې څښتن کوي ساتنه د خپل قوم څخه

له همدا اوس نه تر ابده پورې

۳بدکاران به همېش نه کوي حکومت

په هغې ځمکې چې ورکړل شوې ده نېکانو ته

هسې نه چې نېکان خلک شي اخته بدو کارونو باندې

۴کوم خلک چې ښه وي ای څښتنه، کوه ښه ورسره

د هغه چا سره چې زړونه یې پاک وي

۵خو بدکارانو ته چې څښتن کله سزا ورکوي

نو سزا دې ورکړي هغو کسانو ته هم

چې ګرځېدلي ستا له لارې څخه

سلامتي دې وي په اسراییلو باندې