ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - اووم فصل

زمونږ اړیکې د شریعت سره

۱ای خویندو او ورونو! تاسو چې د شریعت څخه خبر یئ، ایا تاسو نه پوهېږئ چې شریعت په هغو ټولو کسانو باندې عملي کیږي چې ترڅو پورې هغوی ژوندي وي؟ ۲د مثال په ډول د شریعت له مخې یوه ښځه تر هغه وخته پورې د خپل مېړه سره تړاو لري چې مېړه یې ژوندی وي، خو که چېرې مېړه یې مړ شي، نو هغه د واده د قانون د قید نه ازاده ده. ۳نو له دې امله که چېرې هغه ښځه په داسې حال کې چې مېړه یې ژوندی وي او هغه د بل چا سره اړیکې ولري، نو هغه زناکاره ګڼل کیږي. خو که چېرې د هغې مېړه مړ شي، نو هغه د شریعت له مخې ازاده ده او که چېرې هغه د بل چا سره واده وکړي، نو زناکاره نه ده. ۴ای خویندو او ورونو! نو په همدې ډول تاسو هم چې د مسیح د بدن غړي یئ، د شریعت په وړاندې مړه شوي یئ او اوس د هغه چا سره تړاو لرئ چې د مړو نه بیا راژوندی شوی دی، ترڅو وکولای شئ چې خدای ته په خدمت کولو کې ګټور تمام شئ. ۵کله چې مونږ د خپل انساني فطرت له مخې ژوند کاوه، نو شریعت مونږ نفساني غوښتنو ته هڅولو او په مونږ کې یې کار کاوه چې نتیجه یې مرګ دی. ۶اوس مونږ د شریعت نه ازاد شوي یو او د هغه څه په وړاندې چې مونږ یې بندیان ساتلو، مړه شوي یو. نو مونږ نور په هغې زړې طریقې نه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، بلکې په نوې طریقې د روح القدس په مرسته د خدای خدمت کوو.

شریعت او ګناه

۷نو مونږ بیا څه ووایو؟ ایا په خپله شریعت ګناه ده؟ هېڅکله نه! که چېرې شریعت نه وای، نو ما به ګناه نه وای پېژندلې. که چېرې شریعت نه وای ویلي: «د نورو څخه د کوم شي تمه مه کوه،» نو زه به هېڅکله په دې نه وای پوه شوی چې تمه څه شی دی. ۸خو ګناه د همدې حکم په وسیله دا موقعه تر لاسه کړه چې په ما کې هر ډول تمه کول پیدا کړي. ځکه پرته له شریعت نه ګناه مړه ده. ۹یو وخت زه بې له شریعته ژوندی وم، خو کله چې د شریعت حکم راغی، نو ګناه ژوندۍ شوه او زه مړ شوم. ۱۰هماغه حکم چې باید ماته یې ژوند راکړی وای، ماته یې مرګ راوړ. ۱۱ځکه د دې حکم په وسیله ګناه ته موقعه په لاس ورغله او زه یې وغولولم او مړ یې کړم.

۱۲نو بیا شریعت سپېڅلی دی او حکمونه یې هم سپېڅلي، عادلانه او ښه دي. ۱۳خو ایا یو ښه شی زما د مرګ سبب ګرځي؟ هېڅکله نه! بلکې دا ګناه وه چې د هغه ښه شي په وسیله یې زه ووژلم، د دې دپاره چې زه پوه شم چې ګناه څه شی دی. خو د شریعت حکم د ګناه بې حده بدي ښکاره کړه.

۱۴ځکه چې مونږ پوهېږو چې شریعت روحاني دی، خو زه جسماني یم او لکه د یو غلام په شان په ګناه باندې خرڅ شوی یم. ۱۵زه نه پوهېږم چې څه کوم، ځکه زه چې څه غواړم چې ویې کړم هغه نه کوم، خو هماغه کار کوم چې کرکه ترې لرم. ۱۶اوس چې زه هغه کار کوم چې نه غواړم ویې کړم، نو دا د دې څرګندونه کوي چې زه دا منم چې شریعت ښه دی. ۱۷نو اوس زه هغه څوک نه یم چې دا کار کوم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي او دا کار کوي. ۱۸زه پوهېږم چې زما په انساني فطرت کې نېکي نشته، ځکه زه غواړم چې ښه کار وکړم، خو کولای یې نه شم. ۱۹ځکه کوم ښه کار چې زه غواړم ویې کړم، هغه نه کوم، خو کوم بد کار چې زه یې نه غواړم، هغه کوم. ۲۰نو اوس چې زه کوم کار چې نه غواړم ویې کړم، هغه کوم، نو زه د هغه کار سرته رسوونکی نه یم، بلکې دا ګناه ده چې په ما کې اوسیږي.

۲۱نو زه په دې قانون پوه شوم هرکله چې زه وغواړم کوم ښه کار وکړم، نو بدي مې له لاسه وشي. ۲۲ځکه چې زه په باطن کې د خدای په شریعت باندې خوشحاله یم. ۲۳خو زه وینم چې په ما کې یو بل قانون کار کوي چې زما د ذهن د قانون سره په جنګ کې دی او ما د هغې ګناه د قانون بندي کوي چې په ما کې کار کوي. ۲۴زه څومره بدبخته انسان یم. څوک کولای شي چې ما د دې بدن نه چې ما مرګ ته سپاري، خلاص کړي؟ ۲۵د خدای شکر کوم چې ماته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله خلاصون راکوي. نو بیا زه په خپل ذهن سره د خدای د شریعت غلامي کوم، خو په نفساني توګه زه د ګناه د قانون غلامي کوم.