ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - شپاړسم فصل

سموئیل داود د پادشاه په توګه غوره کوي

۱یوه ورځ څښتن سموئیل ته وویل: <ترڅو پورې به ته د شائول دپاره ویر کوې؟ هغه مې په اسراییلو باندې د پادشاه په توګه رد کړی دی. یو ښکر راواخله، د زیتون د تېلو څخه یې ډک کړه او په بیت لحم کې د یسي کور ته ورشه، ځکه چې د هغه د زامنو څخه مې یو تن غوره کړی دی چې پادشاه شي.>

۲مګر سموئیل پوښتنه وکړه: <زه څنګه لاړ شم؟ که شائول په دې هکله څه واوري ما به ووژني.>

څښتن ځواب ورکړ: <یوه خوسۍ درسره واخله او ووایه: زه د دې دپاره راغلی یم چې د څښتن دپاره قرباني وړاندې کړم. ۳یسي ته بلنه ورکړه چې قربانۍ ته راشي، زه به دروښایم چې ته به څه کوې. هغه څوک چې زه یې درته ښایم زما دپاره به یې سر په تېلو غوړ کړې.>

۴هغه څه چې څښتن سموئیل ته ویلي وو هغه هماغسې وکړل. کله چې هغه بیت لحم ته ورسېد، د ښار سپین ږیري د وېرې او لړزې سره د هغه ملاقات ته راغلل. هغوی پوښتنه وکړه: <خیریت خو دی؟ په څه خاطر راغلی یې؟>

۵هغه ځواب ورکړ: <هو، زه راغلی یم چې څښتن ته قرباني وړاندې کړم، اودس وکړئ او زما سره راشئ.> هغه د اودس په کولو کې د یسي او د هغه د زامنو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې هم په قربانۍ کې بلنه ورکړه.

۶کله چې دوی راغلل، سموئیل د یسي زوی الیاب ولید او د خپل ځان سره یې وویل: <هغه سړی چې دلته د څښتن په حضور کې ولاړ دی په یقین سره دا هماغه دی چې هغه غوره کړی دی.> ۷مګر څښتن هغه ته وویل: <د هغه ښکلا او لوړ قد ته مه ګوره، ما هغه رد کړی دی، ځکه چې زه د انسان په شان قضاوت نه کوم. هغوی ظاهر ته ګوري مګر زه زړه ته ګورم.>

۸بیا یسي خپل زوی ابیناداب راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي. مګر سموئیل وویل: <نه، څښتن دا هم نه دی غوره کړی.> ۹یسي بیا شمه راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي، مګر هغه وویل: <څښتن دا هم نه دی غوره کړی.> ۱۰په دې ډول د یسي اووه زامن د سموئیل په مخ کې تېر شول، مګر سموئیل هغه ته وویل: <څښتن د دوی څخه یو هم نه دی غوره کړی.> ۱۱بیا سموئیل د یسي څخه پوښتنه وکړه: <آیا نور زامن لرې؟>

یسي ځواب ورکړ: <کشر لا تر اوسه پاتې دی مګر هغه پسونه څروي.>

سموئیل وویل: <هغه راوغواړه چې دلته راشي، ترڅو پورې چې هغه رانه شي مونږ به نه کښېنو.> ۱۲نو یسي هغه راوغوښت. هغه روغ رمټ، ښایسته ځوان ؤ او ښکلې سترګې یې درلودلې. څښتن سموئیل ته وویل: <هغه همدا دی، د هغه سر په تېلو غوړ کړه!> ۱۳سموئیل د زیتون د تېلو ښکر راواخیست او د هغه سر یې د خپلو ورونو په مخ کې غوړ کړ. د څښتن روح ناڅاپه د قدرت سره د هغې ورځې څخه په داود باندې نازل شو. وروسته له هغې سموئیل رامې ته ستون شو.

داود د شائول په دربار کې

۱۴د څښتن روح د شائول څخه لېرې شو او د هغه په ځای بده ارواح د هغه د ځورلو دپاره د څښتن له خوا په هغه باندې نازله شوه. ۱۵د شائول خدمتګارانو هغه ته وویل: <وګوره، د خدای له خوا بده ارواح تا ځوروي. ۱۶نو باداره! مونږ ته حکم وکړه، مونږ به داسې یو سړی ولټوو چې د رباب په غږولو باندې ښه پوهیږي. نو کله چې بده ارواح په تا باندې راشي هغه سړی به رباب وغږوي او ستا حال به بېرته ښه شي.>

۱۷شائول ومنله او ویې ویل: <زما دپاره داسې یو سړی راپیدا کړئ چې ښه ساز غږوونکی وي او ماته یې راولئ.>

۱۸یو خدمتګار ځواب ورکړ: <ما د یسي یو زوی چې د بیت لحم څخه دی لیدلی دی چې هغه د موسیقۍ په غږولو باندې ښه پوهیږي. هغه زړور، ښکلی او هوښیار سړی او همدارنګه یو قوي عسکر دی. ښه صفت د هغه دا دی چې څښتن د هغه سره دی.>

۱۹نو شائول یسي ته استازي واستول چې ورته ووایې: <خپل زوی داود چې د پسونو ساتنه کوي ماته راولیږه.> ۲۰یسي داود د یو سېرلي، یو خر چې په ډوډیو باندې بار ؤ او د شرابو څخه ډک ژي سره یوځای شائول ته واستاوه. ۲۱داود شائول ته راغی او د هغه خدمت یې شروع کړ. په شائول باندې هغه ډېر ګران ؤ او هغه یې د خپل وسله وړونکي په توګه غوره کړ. ۲۲نو شائول یسي ته پیغام واستاوه: <داود مې ډېر خوښیږي پرېږده چې هغه زما خدمت وکړي.> ۲۳هرکله چې به بده ارواح د خدای له خوا په شائول باندې راتله، داود به رباب واخیست او غږاوه به یې. نو په شائول باندې به ارام راته، هغه به خپل ځان ښه احساساوه او د هغه څخه به بده ارواح لېرې کېده.