ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - درویشتم فصل

داود د قعیلې ښار ژغوري

۱یوه ورځ داود ته خبر ورسېد چې فلسطینیانو د قعیلې په ښار باندې حمله کړې ده او درمندونه لوټوي. ۲نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟>

څښتن ځواب ورکړ: <هو، په هغوی باندې حمله وکړه او قعیله وژغوره.>

۳مګر د داود نفرو هغه ته وویل: <مونږ دلته په یهودا کې وېرېږو، نو که د فلسطینیانو د ځواکونو مقابلې دپاره قعیلې ته لاړ شو نو زمونږ وېره به نوره هم زیاته شي.> ۴داود یو ځل بیا د څښتن څخه پوښتنه وکړه او څښتن هغه ته ځواب ورکړ: <قعیلې ته لاړ شه ځکه چې زه به فلسطینیان تاته تسلیم کړم.> ۵نو داود د خپلو سړیو سره قعیلې ته لاړ او د فلسطینیانو په ځواکونو باندې یې برید وکړ. د هغو څخه یې زیات ووژل او د هغوی څاروي یې یوړل. په دې ډول داود د قعیلې ښار وژغوره.

۶کله چې ابیاتار د اخیملک زوی وتښتېد او په قعیله کې د داود سره یوځای شو، مقدس پېشبند یې له ځان سره راوړ. ۷شائول ته خبر ورسېد چې داود قعیلې ته تللی دی، هغه وویل: <خدای هغه ماته راتسلیم کړ. داود خپل ځان د دېوال او د قوي دروازو په لرونکي ښار کې کلابند کړی دی.> ۸نو شائول خپل ټول ځواکونه د جګړې دپاره راوغوښتل چې قعیلې ته لاړ شي او داود او د هغه سړي محاصره کړي.

۹کله چې داود واورېدل چې شائول په هغه باندې د حملې کولو نیت لري، هغه ابیاتار کاهن ته وویل: <مقدس پېشبند دلته راوړه.> ۱۰داود دعا وکړه: <ای څښتنه! د اسراییلو خدایه، ما اورېدلي دي چې شائول نیت لري چې قعیلې ته راشي او ښار زما یعنې ستا د غلام په خاطر له منځه یوسي. ۱۱آیا د قعیلې ښاریان به ما شائول ته وسپاري؟ آیا لکه څنګه چې مې اورېدلي دي شائول به په رښتیا سره راشي؟ ای څښتنه، د اسراییلو خدایه، زه تاته زاري کوم چې ځواب راکړه!>

څښتن ځواب ورکړ: <شائول به راشي.>

۱۲داود پوښتنه وکړه: <آیا د قعیلې ښاریان به ما او زما سړي شائول ته وسپاري؟>

څښتن وویل: <هغوی به تاسو وسپاري.>

۱۳نو داود او د هغه سړي چې شمېر یې شپږسوه تنه وو د قعیلې څخه لاړل او د یو ځای څخه به بل ځای ته تلل. کله چې شائول ته خبر ورسېد چې داود د قعیلې څخه تښتېدلی دی، نو هغه خپل د تګ پلان پرېښود.

داود په غرونو کې

۱۴داود د زیف د دښتې په غرنۍ سیمه کې په محفوظو ځایونو کې اوسېده. شائول تل هڅه کوله چې هغه پیدا کړي، مګر خدای داود هغه ته په لاس نه ورکاوه.

۱۵کله چې داود په حورش کې د زیف په دښته کې ؤ، هغه پوه شو چې شائول د هغه د وژلو دپاره راوتلی دی. ۱۶د شائول زوی یوناتان حورش ته د داود لیدلو له ورغی او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې خدای ستا مل دی. ۱۷یوناتان وویل: <مه وېرېږه، زما پلار به ونه شي کولی چې تا پیدا کړي. ته به په اسراییلو باندې پادشاه شې او زه به په رتبه کې ستا نه دوهم یم، زما پلار شائول هم په دې باندې پوهیږي.> ۱۸هغوی دواړو د څښتن په حضور کې تړون وکړ. وروسته بیا یوناتان کور ته لاړ مګر داود په حورش کې پاتې شو.

۱۹د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او ورته ویې ویل: <داود زمونږ په سیمه کې، په حورش کې د حخیله په غره کې چې د یهودا د دښتې په جنوب کې پروت دی، پټ شوی دی. ۲۰اعلیحضرته! اوس نو کله چې ستاسو خوښه وي راشئ او مونږ د دې مسئولیت په غاړه لرو چې هغه تاسو ته وسپارو.>

۲۱شائول ځواب ورکړ: <څښتن دې تاسو ته برکت درکړي ځکه چې تاسو په ما باندې ډېره مهرباني کوئ.> ۲۲شائول زیاته کړه: <لاړ شئ، نور تیاری هم ونیسئ او معلومه کړئ چې داود د عادت له مخې چېرته ځي او چا دی په هغه ځای کې لیدلی دی. ما اورېدلي دي چې هغه ډېر مکرجن دی. ۲۳د هغه د پټېدلو ټول ځایونه معلوم کړئ او د واضیح معلوماتو سره بېرته ماته راشئ. وروسته له هغې به زه ستاسو سره لاړ شم، که چېرې د یهودا د سیمې په هر خېل کې وي زه به یې پیدا کړم.>

۲۴نو دوی رخصت شول او د شائول څخه مخکې زیف ته لاړل. داود او د هغه نفر د معون په دښته کې وو یعنې د یهودا د دښتې د جنوبي برخې په یوې درې کې. ۲۵شائول او د هغه نفرو په لټولو شروع وکړه، کله چې داود ته په دې هکله خبر ورسېد هغه یو لوی ګټ ته چې د معون په دښته کې ؤ لاړ او هلته پاتې شو. کله چې شائول دا واورېدل، داود پسې د معون دښتې ته لاړ. ۲۶شائول د یو غره یوه اړخ ته او داود او د هغه سړي د غره بل اړخ ته تلل او بیړه یې کوله چې د شائول څخه وتښتي. څنګه چې شائول او د هغه ځواکونه داود او د هغه سړیو ته نژدې کېدل چې دوی ونیسي، ۲۷یو استازی شائول ته راغی او ویې ویل: <ژر راشه! فلسطینیانو زمونږ په خاورې یرغل کړی دی.> ۲۸نو شائول د داود تعقیبول پرېښودل او لاړ چې د فلسطینیانو سره وجنګیږي. له دې کبله دا ځای د تېښتې د ګټ په نوم یاد شو. ۲۹داود لاړ او د عین جدي په محفوظ ځای کې اوسېده.