ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - لسم فصل

د ملخانو بلا

۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه، ځکه چې ما د هغه او د هغه درباریانو زړونه سخت کړي دي ترڅو هغوی ته خپلې معجزې وښایم ۲او د دې دپاره چې تاسو وکولی شئ خپلو اولادونو او لمسیو ته ووایئ چې څنګه مې د معجزو په ښودلو سره د مصریانو څخه احمقان جوړ کړل. بیا به تاسو ټول پوه شئ چې زه څښتن یم.>

۳نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او ورته ویې فرمایل: <د عبرانیانو څښتن خدای داسې فرمایي: ترڅو پورې به ماته نه تسلیمېږې؟ زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۴که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به سبا ستا په هېواد باندې ملخان نازل کړم. ۵هغوی به د ځمکې مخ پټ کړي او ځمکه به نه ښکاري. او هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي دي هغه به وخوري، حتیٰ هغه ونې چې پاتې شوې دي هغه به هم وخوري. ۶ستا کورونه، ستا د ټولو درباریانو او ستا د ټول قوم کورونه به د ملخانو څخه ډک شي. دا به د هغو شیانو څخه بدتر وي کوم چې ستاسو نیکونو د دې وطن په تاریخ کې لیدلي دي.> بیا حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ.

۷فرعون ته خپلو درباریانو وویل: <ترڅه وخته پورې به دا سړی مونږ ته تکلیف راکوي؟ د اسراییلو خلک پرېږده چې لاړ شي ترڅو وکولی شي د څښتن خپل خدای عبادت وکړي. ته خبر نه یې چې مصر وران شوی دی؟>

۸حضرت موسیٰ او حضرت هارون یې بېرته فرعون ته راوستل او فرعون هغوی ته وویل: <تاسو لاړ شئ او د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ. مګر څوک څوک به لاړ شي؟>

۹حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مونږ ټول به د ځوانانو او سپین ږیرو سره لاړ شو. مونږ به خپل زامن، لورګانې، رمې او پادې هم د ځان سره بوځو، ځکه مونږ غواړو چې څښتن ته د احترام په خاطر جشن ونیسو.>

۱۰فرعون وویل: <زه په څښتن باندې قسم خورم چې تاسو به هیڅکله پرېنږدم چې خپلې ښځې او اولادونه له ځانه سره بوځئ! دا ښکاره خبره ده چې تاسو کوم بد نیت لرئ. ۱۱نه! یوازې سړي دې لاړ شي او د څښتن عبادت دې وکړي ځکه چې دا ستا غوښتنه ده.> بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون د فرعون د حضور څخه وشړل شول.

۱۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس دې د مصر په خاوره باندې پورته کړه چې د ملخانو بلا راشي او هرڅه چې د ږلۍ څخه شنه پاتې شوي دي هغه وخوري.> ۱۳نو حضرت موسیٰ خپله امسا پورته کړه او څښتن له ختیځ له لوري په مصر باندې د یوې شپې او ورځې دپاره باد راوالوزاوه او د سهار په وخت کې یې ملخان له ځانه سره راوړي وو. ۱۴دې ملخانو د مصر ټول وطن ونیوه او دومره زیات وو چې داسې بلا نه چا لیدلې وه او نه به یې کله وویني. ۱۵ځمکه په ملخانو باندې داسې پټه شوه چې توره ښکارېدله. هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي وو هغه یې وخوړل چې په هغو کې د ونو مېوې هم شاملې وې. یو شین بوټی او یا ونه هم د مصر په ځمکه کې پاتې نشوه.

۱۶فرعون ژر حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <ما ستاسو د څښتن خدای او ستاسو په مقابل کې ګناه کړې ده. ۱۷اوس یو ځل بیا زما ګناه وبخښئ او خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ چې زما څخه دا وژونکې بلا لېرې کړي.> ۱۸حضرت موسیٰ له فرعون څخه لاړ او څښتن ته یې دعا وکړه. ۱۹څښتن د ختیځ باد په یو سخت لوېدیځ باد باندې بدل کړ او دغه باد ملخان سرې بحیرې ته یوړل. او په ټول مصر کې یو ملخ هم پاتې نه شو. ۲۰مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.

د تیارې بلا

۲۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس د اسمان خواته پورته کړه ترڅو د مصر په خاوره باندې توره تیاره راشي.> ۲۲نو حضرت موسیٰ خپل لاس د اسمان خواته پورته کړ او په مصر باندې د دریو ورځو دپاره بېخي تیاره راغله. ۲۳مصریانو نه شو کولی چې یو بل وویني او هیڅوک هم په هغه وخت کې د خپل کور څخه ونه وت. مګر چېرته چې اسراییلیان اوسېدل هلته رڼا وه.

۲۴بیا فرعون حضرت موسیٰ راوغوښت او ورته ویې ویل: <لاړ شئ او د څښتن عبادت وکړئ. حتیٰ ستاسو ښځې او ماشومان هم ستاسو سره تللی شي. مګر یوازې خپلې رمې او پادې پرېږدئ.>

۲۵حضرت موسیٰ وفرمایل: <ته باید مونږ ته د دې اجازه راکړې چې د ځان سره خپل حیوانات بوځو چې خپل څښتن خدای ته قربانۍ ګانې او سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړو. ۲۶نه، مونږ د ځان سره به خپل حیوانات بوځو او یو حیوان به هم پاتې نه شي. مونږ به په خپله هغه انتخابوو چې له هغو څخه د خدای پاک په عبادت کې کار واخلو. ترڅو پورې چې هلته نه یو رسېدلي مونږ نه پوهېږو چې کوم حیوانات هغه ته قرباني کړو.>

۲۷مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه راضي نه ؤ چې هغوی تګ ته پرېږدي. ۲۸فرعون حضرت موسیٰ ته وویل: <زما له مخې څخه لېرې شه! بیا زما د لیدلو هڅه ونه کړې! که چېرې بیا زما سره مخامخ شوې نو په هماغه ورځ به ووژل شې!>

۲۹حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <ته رښتیا وایې، زه به بیا هیڅکله تا ونه وینم.>