يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت زکرياه نبى کِتاب - اوؤم باب

اِنصاف او رحم، روژه نه

۱د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې. ۲د بيت‌ايل خلقو شراضر او رجم‌مِلک سره د خپلو سړو ولېږل، چې مالِک خُدائ ته زارى وکړى ۳چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“ ۴بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو، ۵”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟ ۶او کله چې تاسو خوراک څښاک کولو، آيا دا تاسو د ځان دپاره نۀ کولو؟ ۷آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“

د نافرمانۍ په وجه جلاوطنى

۸او د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام بيا په زکرياه نازل شو، ۹”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ. ۱۰په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ. ۱۱خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل. ۱۲هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو. ۱۳کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۱۴ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“