ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - یوولسم فصل

حلال او حرام حیوانات

(تثنیه ۱۴: ۳ - ۲۱)

۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایئ چې د ټولو حیواناتو له جملې څخه چې په ځمکه باندې ژوند کوي، یعنې هغه حیوانات چې غوښه یې خوړلی شئ هغه دا دي: ۳هر حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند وهونکی هم وي. ۴خو داسې حیوانات شته چې یوازې شخوند وهونکي دي یا یوازې خلاص سوم لري، خو تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ. لکه اوښ، که څه هم هغه شخوند وهونکی دی، مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاک دی. ۵غرنۍ سویه، که څه هم هغه شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري، دا ستاسو دپاره ناپاکه ده. ۶سویه، که څه هم شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاکه ده. ۷د خوګ غوښه مه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي. هغه خلاص سومان لري، مګر شخوند وهونکی نه دی. ۸تاسو باید د دې حیواناتو غوښه ونه خورئ او مه د هغو مړو ته لاس وروړئ، دا ستاسو دپاره ناپاک دي.

۹تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ، ۱۰مګر هر حیوان چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري نه لري باید غوښه یې ونه خوړل شي. ۱۱داسې حیوانات باید حرام وګڼل شي. تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ او حتیٰ مړو ته یې لاس هم مه وروړئ. ۱۲هر شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري باید ونه خورئ.

۱۳‏-۱۹دا هغه مرغان دي چې تاسو یې باید حرام وګڼئ: عقاب او ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.

۲۰ټول وزر لرونکي حشرات حرام دي، ۲۱بغیر د هغو حشراتو څخه چې ټوپونه وهي. ۲۲له هغو څخه کولی شئ چې ډول ډول چورچورکۍ او ملخان وخورئ. ۲۳مګر نور ټول وزر لرونکي حشرات چې په پښو باندې هم ګرځي باید حرام وګڼل شي.

۲۴‏-۲۸هرڅوک چې د دغو حیواناتو مړو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي: ټول سوم لرونکي حیوانات، له هغو پرته چې سومان یې هم جدا وي او شخوند هم وهي او ټول حیوانات چې څلور پښې ولري او پنجې ولري. هرڅوک چې د هغو مړي یوسي باید هغه خپل کالي ومینځي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وي.

۲۹د هغو حیواناتو څخه چې په ځمکه باندې ګرځي، دغه حیوانات ستاسو دپاره ناپاک دي: ړنده مږه، موږک، هر ډول سمساره، ۳۰ډول ډول د کور او د شګې چرموښکۍ او کربوړی. ۳۱هرڅوک چې د هغو مړو ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. ۳۲که چېرې د هغو مړي په یو شي باندې ولویږي، هغه شی به ناپاک شي. همداسې کار به د لرګي، ټوکر، څرمنې، یا بوجۍ په موادو باندې کیږي او مهمه نه ده چې هغه د څه شي دپاره استعمالیږي. هغه دې په اوبو کې غوټه کړای شي خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۳۳که چېرې د هغو مړي د خټې په یو لوښي کې وغورزیږي، هرڅه چې په هغه کې دي ناپاک به شي او تاسو باید هغه لوښی مات کړئ. ۳۴کوم خواړه چې په عادي توګه حلال وي، مګر که له داسې لوښي څخه په هغو خواړو باندې اوبه توی شي، هغه به ناپاک شي او د څښلو هرڅه چې په دې لوښي کې وي هغه ناپاک دي. ۳۵په هر شي باندې چې د هغو مړي ولویږي هغه شی ناپاکه کیږي، که په هغو کې نغری یا د پخلي لوښی شامل وي هغه باید مات شي. ۳۶مګر یوه چینه یا کوهی چې دغه مړه حیوانات په کې پراته وي، هغه پاک پاتې کیږي. لیکن هرڅوک چې د دغو مړو له جملې څخه کوم یو ته لاس وروړي، هغه به ناپاک شي. ۳۷که چېرې یو داسې مړی په هغو تخمونو باندې وغورزیږي چې کرل کیږي، هغه تخمونه پاک پاتې کیږي. ۳۸مګر که چېرې په تخمونو باندې اوبه توی شوې وي او په هغه باندې یو داسې مړی ولویږي، هغه ستاسو دپاره ناپاک دي.

۳۹که چېرې یو حیوان چې ستاسو دپاره پاک وي مړ شي، هرڅوک چې د هغه مړي ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. ۴۰هرڅوک چې د دې مړ حیوان د غوښې څخه لږه غوښه وخوري، باید خپل کالي ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې د هغه مړی راپورته کړي، هغه باید خپل کالي ومینځي خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.

۴۱هره خزنده چې په ځمکه باندې ګرځي، باید ونه خوړل شي. ۴۲ستاسو دپاره هره خزنده حرامه ده، که هغه په سینه باندې ښوئیږي یا په څلورو یا په ډېرو پښو ګرځي. ۴۳د هغو څخه د کوم یو په خوړلو سره خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ. ۴۴زه ستاسو څښتن خدای یم، تاسو باید خپل ځانونه پاک کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم. خپل ځانونه په هیڅ یوې خزندې باندې مه ناپاکه کوئ. ۴۵زه څښتن یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ ترڅو ستاسو خدای اوسم. له دې کبله تاسو باید مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم.

۴۶دا مقررات د حیواناتو، مرغانو او هرڅه چې په اوبو کې ژوند کوي او ټولو خزندو په باره کې دي. ۴۷تاسو باید پام وکړئ چې د پاک او ناپاک او همدارنګه د حلالو او حرامو حیواناتو ترمنځ فرق وکړئ.>