ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ څلوېښتم زبور

خدای د جهان پاچا دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه!

د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ!

۲چې هیبتناکه دی څښتن تعالی

هغه ډېر لوی پاچا دی

کوي حکومت ټولې دنیا باندې

۳نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی

او یې هغه قومونه لاندې کړل زمونږ تر پښو

۴ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دې

مونږ د یعقوب اولاده خدای ورسره مینه چې کړي

۵وخاته خدای خپل تخت ته

وې هلته چیغې د خوښۍ

هلته غږونه د سرنو وو

چې څښتن پورته لاړ

۶وایاست سندرې او ثنا خدای ته!

وایاست سندرې او ثنا خپل شاه ته!

۷ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دی

ثنا یې ووایاست سندرې باندې!

۸خدای کړي پاچاهي ټولو قومونو باندې

خدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست

۹د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځای

د ابراهیم د خدای د قومه سره

د دنیا ټول شاهان د خدای واک کې دي

هغه ډېر لوړ خدای دی