ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - نولسم فصل

د سدوم د خلکو ګناهونه

۱کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، حضرت لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې حضرت لوط هغوی ولیدلې راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت، ۲ویې فرمایل: <ای زما بادارانو، د خپل خدمتګار کور ته راشئ. تاسو کولی شئ خپلې پښې ومینځئ او دلته شپه تېره کړئ. سهار وختي پاڅېږئ او په خپله لاره روان شئ.>

مګر هغوی ورته په ځواب کې وفرمایل: <نه، مونږ به د ښار په چوک کې شپه تېره کړو.>

۳مګر حضرت لوط په هغوی باندې ډېر سخت ټینګار وکړ ترڅو هغوی ورسره لاړلې او د هغه کور ته ننوتلې. هغه د هغوی دپاره خوراک تیار کړ او فطیره ډوډۍ یې ورته پخه کړه او هغوی وخوړله.

۴هغوی لا ویده شوي نه وو چې د سدوم د ښار خلک له هرې خوا د ځوان څخه نیولې تر زاړه پورې ټول د کور څخه راچاپېر شول. ۵هغوی حضرت لوط ته غږ وکړ: <هغه دوه نفره چې نن شپه ستا سره راغلي وو چېرته دي؟ هغوی مونږ له راوباسه چې بد کار ورسره وکړو.>

۶حضرت لوط دباندې ووت او دروازه یې د ځان پسې بنده کړه ۷او هغوی ته یې وفرمایل: <ای ورونو! زه تاسو ته زاري کوم چې داسې بد کار مه کوئ. ۸ګورئ، زه دوه لورګانې لرم چې تر اوسه پورې لا پېغلې دي. هغوی به تاسو ته راوباسم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، خو د دې خلکو سره هیڅ مه کوئ ځکه چې هغوی ماته پناه راوړې ده.>

۹هغوی ځواب ورکړ: <زمونږ د لارې څخه لېرې شه> او ویې ویل: <ای پردی سړیه! زمونږ له مخې څخه لېرې شه، ته څوک یې چې مونږ ته وایې چې څه باید وکړو؟ زمونږ د مخې څخه لېرې شه. که نه، نو ستا سره به د هغوی څخه بدتر عمل وکړو.> هغوی حضرت لوط بېرته ټېل واهه او نژدې شول چې دروازه ماته کړي. ۱۰خو هغو دوو نفرو خپل لاسونه دباندې راوویستل او حضرت لوط یې د ځان سره کور ته دننه کړ او دروازه یې بنده کړه. ۱۱نو بیا هغوی هغه ټول خلک چې دباندې ولاړ وو ړانده کړل، ترڅو هغوی ونه شي کولی چې دروازه پیدا کړي.

حضرت لوط د سدوم څخه ځي

۱۲هغو دوه نفرو حضرت لوط ته وفرمایل: <که دلته ستا نور څوک یعنې زامن، لورګانې، زومان او نور خپلوان په دې ښار کې اوسیږي، نو د دې ښار څخه یې وباسه. ۱۳ځکه چې مونږ غواړو دغه ځای وران کړو. د دې خلکو په ضد څښتن ډېر بد تورونه اورېدلي دي او مونږ یې رالېږلي یو چې سدوم له منځه یوسو.>

۱۴نو حضرت لوط دباندې ووت، د خپلو زومانو سره یې چې د هغه د لورګانو سره یې کوژدنې شوې وې خبرې وکړې او ویې فرمایل: <ژر پاڅئ او د دې ځای څخه وزئ. څښتن غواړي چې دا ځای له منځه یوسي.> خو د هغه زومانو فکر کاوه چې هغه ټوکې کوي.

۱۵سهار وختي فرښتو حضرت لوط تشویق کړ او ورته ویې فرمایل: <پاڅه! خپله ښځه او دواړه لورګانې دې واخله او ووزه، ترڅو د دې ښار په ورانېدلو سره تاسو خپل ژوند له لاسه ورنه کړئ.> ۱۶هغه وخت حضرت لوط زړه نازړه کېده، خو بیاهم څښتن په هغه باندې مهربانه شو او هغو نفرو د ده او د ده د ښځې او لورګانو لاسونه ونیول او هغوی یې په امن سره د ښار څخه دباندې وویستل. ۱۷بیا یوې فرښتې ورته وفرمایل: <د دې دپاره چې ژوندي پاتې شئ وتښتئ! شاته مه ګورئ او په ټوله دره کې ونه درېږئ. غرونو ته وتښتئ چې ونه وژل شئ.>

۱۸مګر حضرت لوط هغوی ته وفرمایل: <نه، ای زما بادارانو په مونږ باندې داسې مه کوئ. ۱۹تاسو زما سره ډېر لوی احسان کړی دی او زما ژوند مو ژغورلی دی، خو زه د دې وس نه لرم چې غرونو ته وتښتم. نو مخکې له دې چې هغه ځای ته ورسېږم دا بدبختي به په ما باندې راشي او زه به مړ شم. ۲۰آیا تاسو هغه وړوکی ښار وینئ؟ هغه ډېر نژدې دی، اجازه راکړئ چې هلته لاړ شم. تاسو ګورئ چې هغه یو وړوکی ځای دی. زه به هلته په امن کې یم.>

۲۱هغه ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به ستا دغه غوښتنه هم پوره کړم. زه به دغه ښار وران نه کړم. ۲۲ژر شه، هلته وتښته. ځکه ترڅو ته هلته رسېدلی نه یې، زه هیڅ کار نه شم کولی.> (په دې خاطر هغه ښار د صوغر په نوم یاد شو.)

د سدوم او عمورې ورانېدل

۲۳څه وخت چې حضرت لوط صوغر ته ورسېد لمر راوخوت. ۲۴په هغه وخت کې څښتن له اسمان څخه په سدوم او عموره باندې سوزوونکي ګوګرد واورول. ۲۵هغه ښارونه، ټوله دره او د ښارونو ټول اوسېدونکي او د ځمکې نباتات یې په بل مخ واړول. ۲۶مګر د حضرت لوط ښځې شاته وکتل او د هغې څخه د مالګې ستنه جوړه شوه.

۲۷بله ورځ سهار وختي حضرت ابراهیم پاڅېده او بېرته هغه ځای ته چې د څښتن په مخکې ودرېدلی ؤ او خبرې یې ورسره کړې وې، لاړ. ۲۸هغه د سدوم، عمورې او د ټولې درې طرف ته وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې څخه د یو ډېر لوی تنور د لوګي په شان لوګی پورته کیږي. ۲۹نو کله چې خدای پاک د درې ښارونه چې حضرت لوط په کې اوسېده وران کړل، نو هغه حضرت ابراهیم رایاد کړ او حضرت لوط یې د هغه آفت څخه خلاص کړ.

د موآبیانو او عمونیانو اصلیت

۳۰حضرت لوط وېرېده چې په صوغر کې پاتې شي. هغه د خپلو دواړو لورګانو سره غرونو ته لاړ او په یوې سمڅې کې اوسېدل. ۳۱مشرې لور یې خپلې کشرې خور ته وویل: <زمونږ پلار زوړ شوی دی، دلته په دې شاوخوا کې داسې سړی نه پیدا کیږي چې زمونږ سره واده وکړي لکه څنګه چې په ټوله دنیا کې رواج دی. ۳۲راځئ چې خپل پلار نېشه کړو او د هغه سره څملو، ترڅو د هغه نه اولادونه ولرو او د خپل پلار نسل ژوندی وساتو.> ۳۳نو په هماغه شپه یې په خپل پلار شراب وڅښل او مشره لور یې د خپل پلار سره څملاستله او دی د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو.

۳۴په بله ورځ مشرې لور کشرې ته وویل: <تېره شپه زه د خپل پلار سره څملاستم، راځئ چې نن شپه هم په هغه باندې شراب وڅښو او ته ورسره څمله. نو مونږ هر یو به د خپل پلار نه اولاد ولرو.> ۳۵نو هغه شپه یې هم په خپل پلار باندې شراب وڅښل او کشره لور یې لاړه او د خپل پلار سره څملاسته. هغه بیاهم د هغې په څملاستو او پاڅېدلو باندې پوه نه شو. ۳۶په دې ډول د حضرت لوط دواړه لورګانې د خپل پلار په وسیله امیدوارې شوې. ۳۷د مشرې لور زوی پیدا شو او په هغه باندې یې موآب نوم کېښود او هغه د اوسنیو موآبیانو پلار دی. ۳۸کشرې لور یې هم زوی راوړ او په هغه باندې یې بن عمي نوم کېښود او هغه د اوسنیو عمونیانو پلار دی.