ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې پنځوسم زبور

د انسان ګناه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مهلات» په تال د داود زبور)

(زبور ۱۴)

۱کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته

هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

۲په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپل

ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل

چې رجوع وکړي هغه ته

۳خو هغوی ټول مرتدان شول

ورسره هم فاسدان شول

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

یو هم نه کړي نېک کردار

۴خدای کوي دغه پوښتنه:

«بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟

زما خلک داسې خوري دوی

لکه وږي چې ډوډۍ خوري

هېڅ دعا نه کوي ماته»

۵خو په دوی باندې به داسې وېره راشي

چې به هېڅ نه وي موجود په حقیقت کې

وشیندي خدای به د هغو هډوکي

چا چې د خدای قوم کلابند کړی دی

دغه خلک دي خدای رد کړي

نو اسراییل به پوره ماتې ورکړي

۶کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه

برکت چې کله بیا ورکړې خدایه خپل ولس ته

بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي

اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي