ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - نهم فصل

د حکمت بلنه

۱حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی

او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.

۲هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې

او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده

او دسترخوان یې هوار کړی دی.

۳هغې خپلې وینځې ورولېږلې

چې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:

۴«هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»

او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:

۵«راشئ! زما ډوډۍ وخورئ

او لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.

۶خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئ

او د عقل په لار به روان شئ.

۷څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموي

او څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.

۸د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړي

د حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.

۹د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړه

نو نور به هم خپل حکمت ډېر کړي

نېک سړي ته تعلیم ورکړه

چې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.

۱۰له څښتن څخه وېره د حکمت شروع ده

او عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.

۱۱ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شي

او ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.

۱۲که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وي

او که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»

د کم عقلتوب بلنه

۱۳کم عقلتوب د یوې بې حیا ښځې په څېر دی

چې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.

۱۴هغه د خپل کور د دروازې تر څنګ ناسته ده

او بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.

۱۵څوک چې په خپله لار سم ځي

نو هغوی ته نارې وهي:

۱۶«هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»

او بیا ناپوهه انسان ته وایي:

۱۷«د غلا اوبه خوږې وي

او په پټه تر لاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»

۱۸هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دي

او مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.