ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - اووه ویشتم فصل

دوستان او دښمنان

۱د سبا ورځې د بریالیتوب په هکله لاپې مه وهه

ځکه ته نه پوهېږې چې سبا به څه کیږي.

۲دا به ښه وي چې نور خلک ستا ستاینه وکړي

هسې نه چې ته په خپله د ځان ستاینه وکړې.

۳کاڼي درانه او شګې درنې دي

خو جاهل چې کومه غوسه راپاروي د دې نه هم درنه ده.

۴غوسه ظالمه او غضب د سېلاب په څېر دی

خو د کینې او غیرت په مخکې هېڅوک نه شي ټینګېدلی.

۵له پټې مینې نه

ښکاره رټنه ښه ده.

۶د دوست له لاسه زخمونه د وفادارۍ نښه ده

خو د دښمن په ډېرو ښکلولو باور نشته.

۷موړ انسان د شاتو نه هم کرکه کوي

خو د وږي دپاره ترخه خواړه هم خواږه وي.

۸څوک چې له خپل کور نه بل ځای ته مسافر شي

د هغې مرغۍ په شان ده چې له خپلې ځالې نه ورکه شوې وي.

۹لکه څنګه چې عطر او خوشبویي د انسان زړه خوشحالوي

نو همداسې ښې مشورې دوستان خوشحالوي.

۱۰د خپل ځان او خپل پلار دوستان مه پرېږده

او د مصیبت په وخت کې د خپل ورور کور ته هم مه ځه

ځکه ستا نژدې ګاونډی د لېرې ورور نه ښه دی.

۱۱نو ای زما زویه! حکمت پیدا کړه او زما زړه خوشحاله کړه

نو بیا زه هغه چا ته ځواب ورکولای شم چې زما سپکاوی کوي.

۱۲ځیرک انسان چې بدي او بلا ویني نو خپل ځان ترې ساتي

خو ساده سړی چې د هغې په لور روان وي نو سزا به یې ویني.

۱۳که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوي

نو کالي دې ترې ګرو واخلي

او بیا دې د بل چا د ښځې په ضمانت کې

د ځان سره امانت وساتي.

۱۴که څوک سهار وختي په لوړ اواز په خپل ګاونډي سلام اچوي

نو دا به د ښکنځلو په څېر وګڼل شي.

۱۵جګړه ماره ښځه د هغه بام سره برابره ده

چې د باران په ورځ په پرله پسې توګه راڅاڅي

۱۶نو د هغې منع کول داسې دي

لکه د باد بندول او یا تېل په موټي کې نیول.

۱۷لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تېره کوي

همداسې یو انسان بل انسان اصلاح کوي.

۱۸لکه څنګه چې څوک د انځر د ونې پالنه کوي

نو د هغې مېوه هم خوري

همداسې که څوک د خپل بادار خیال ساتي

نو عزت حاصلوي.

۱۹لکه څنګه چې انسان خپل مخ په اوبو کې ویني

همداسې د زړه سترګې د انسان شخصیت هم ویني.

۲۰لکه څنګه چې قبر او د تباهۍ کنده په مرګ نه مړیږي

همداسې د انسان سترګې هېڅکله هم نه مړیږي.

۲۱لکه څنګه چې سره زر او سپین زر په اور ازمایل کیږي

همداسې د انسان شخصیت د هغه صفت کولو څخه معلومیږي.

۲۲که جاهل انسان په اونګ کې د تخم په شان وټکوې

او د ډانګ په وسیله یې د غلو دانو په څېر میده میده کړې

خو جهالت به ترې بیاهم لېرې نه شي.

د رمو او پادو ساتنه

۲۳د خپلو رمو له حال نه ځان پوره خبروه

او په ښه توګه د خپلو پادو باندې پام کوه

۲۴ځکه مال او دولت د تل دپاره نه وي

او تاج او تخت نورو نسلونو ته نه پاتې کیږي.

۲۵کله چې واښه ورېبل شي او نوي تنکي واښه راشنه شي

او د غرونو شنه بوټي راټول او ذخیره شي

۲۶نو بیا به ستا پسونه د کالیو دپاره وړۍ درکړي

او د وزو په خرڅولو سره به ځمکه واخلې

۲۷او بیا به ستا سره د وزو دومره ډېرې شیدې وي

چې د کورنۍ ټول غړي به دې په ګېډه ماړه شي

او د وینځو د ژوند دپاره به دې کافي وي.