ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - پنځه ویشتم فصل

د سلیمان پورې تړلي نور متلونه

۱دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي.

د نېکانو او بدکارانو ترمنځ دعوه

۲دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتي

د یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي.

۳لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره ده

همداسې د پاچاهانو د زړونو رازونه هم پټ دي.

۴د سپینو زرو نه ناپاکي لېرې کړه

چې زرګر ترې ښایسته لوښی جوړ کړي.

۵د پاچا له حضور نه بدکاران لېرې کړه

چې تخت یې د عدالت په بنیاد ټینګ پاتې شي.

۶د پاچا په حضور کې ځان لوړ مه ګڼه

او د لویو خلکو په ځای مه کښېنه

۷نو دا به ښه وي چې هغه تاته ووایي:

«راشه او زما په خوا کې کښېنه»

له دې نه چې د مشرانو په مخکې دې سپک کړي

او په لاندې ځای کې دې کښېنوي.

څه چې تا په خپلو سترګو لیدلي دي

۸نو په محکمه کې په ویلو بیړه مه کوه

هسې نه چې تا ملامته او بیا دې رسوا کړي.

که داسې وشي نو په اخر کې به ته څه کوې؟

۹په یوه دعوه کې د هرچا سره مخامخ بحث کوه

او د بل چا راز ورته مه ښکاره کوه

۱۰هسې نه چې څوک یې واوري او تا وشرموي

او بدنامي به دې هېڅکله ختمه نه شي.

۱۱په ځای خبره داسې ده

لکه د سپینو زرو په ګاڼه کې چې د سرو زرو مرۍ وي.

۱۲د حکمت د خاوند نصیحت، اورېدونکي ته داسې دی

لکه په غوږ کې د خالصو سرو زرو غوږوالۍ او یا ګاڼه وي.

۱۳صادق استازی د خپل لېږونکي دپاره داسې دی

لکه د لو په وخت کې چې د غرونو د واورې یخوالی وي

چې د خپل بادار روح تازه کوي.

۱۴څوک چې د تحفې ورکولو لاپې وهي او نه یې ورکوي

لکه د هغې ورېځې او باد په شان دی چې باران نه وروي.

۱۵د صبر په وسیله یو حکمران هم رضا کیږي

او نرمه ژبه هډوکي ټوټې ټوټې کوي.

۱۶که شات پیدا کړې نو د اړتیا نه ډېر مه خوره

هسې نه چې زیات وخورې او زړه دې بد شي.

۱۷د خپل ګاونډي کور ته ډېر مه ورځه

هسې نه چې زړه یې بد شي او ستا نه کرکه وکړي.

۱۸څوک چې د بل په خلاف د دروغو تور لګوي

لکه د لور یا تورې او یا تېره غشي په څېر زیان رسوي.

۱۹د سختۍ په وخت کې په بې اعتباره سړي باور کول داسې دي

لکه په خوځېدلي غاښ خوړل او یا په ګوډه پښه ګرځېدل.

۲۰د مات زړه خاوند ته د خوشحالۍ سندرې ویل داسې دي

لکه د یخنۍ په ورځ د چا نه څادر اخیستل

او یا یې په زخمونو باندې مالګه شیندل.

۲۱که ستا دښمن وږی وي نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري

او که چېرې تږی وي نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي

۲۲په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړې

او څښتن به تاته اجر درکړي.

۲۳لکه څنګه چې د شمال باد باران راولي

همداسې غیبت د سړي په مخ کې غوسه پیدا کوي.

۲۴د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدل

د جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

۲۵د لېرې ځای نه د خوشحالۍ زېري اورېدل داسې دي

لکه تږي سړي ته یخې اوبه ورکول.

۲۶د یو نېک انسان بدکارانو ته تسلیمېدل

لکه د خټو نه ډکه چینه او د څاه چټلېدل.

۲۷لکه څنګه چې د ډېرو شاتو خوړل ښه کار نه دی

همداسې د ځان دپاره عزت او درناوی غوښتل ښه کار نه دی.

اووه ډوله بد خلک

۲۸څوک چې د خپل نفس مخنیوی نه شي کولای داسې دی

لکه یو ښار چې دېوالونه یې سوري او وران شوي وي.