ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ نوييم زبور

څښتن د ټولې نړۍ ټولواک دی

(زبور)

۱څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره

ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي

په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې

بریالیتوب تر لاسه کړی هغه

۲څښتن اعلان کړی دی خپل بری

خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته

۳تلپاتې مینه او وفا یې خپله

کړله وریاده د اسراییلو قوم ته

د ځمکې یو سر نه تر بله سره

ټولو لیدلی زمونږ د خدای بری

۴ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئ

د خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ

۵د رباب ساز څښتن ته وغږوئ

هم سندرې ورته ووایئ رباب سره

۶د سرني او د پسونو د ښکرو په اوازونو باندې

د خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتن

یعنې د نړۍ د پاچا حضور کې

۷دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سره

ځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې

۸سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونه

او غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سره

د څښتن حضور کې

۹ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپاره

د نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي