ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم اتيايم زبور

د قوم د خلاصون دپاره دعا

(د آساف زبور)

۱ای خدایه، پردي قومونو ستا په خاوره باندې برید کړی

بې حرمتي ستا د سپېڅلي کور ده کړې هغوی

او اورشلیم یې بدل کړی کنډواله باندې

۲کړل جسدونه یې د ستا د بندګانو د مرغانو خوراک

ستا د وفادارو د بدن غوښې

شوې د ځنګل د ځناورو خوراک

۳د اوبو په شان یې وینې بهولې ستا د خلکو

ټول اورشلیم کې بهېدلې وینې

داسې څوک نه ؤ چې یې ښخ کړي مړي

۴د شاوخوا قومونو د پېغور شولو مونږ

مونږ پورې خاندي او په مونږ باندې ملنډې وهي

۵ای څښتنه، ته به په مونږ باندې په قهر یې همېش؟

ترڅو بلیږي به غیرت د ستا لکه د اور په شان؟

۶قهر نازل دې کړه ته هغو قومونو باندې چې تا نه پېژني

په هغو پاچاهیو باندې چې ستا نوم نه اخلي

۷ځکه چې دوی ده قتل کړې د یعقوب اولاده

هم تباه کړی یې هېواد د هغوی

۸مه راکوه مونږ ته سزا خپلو نیکونو د ګناه په خاطر

زمونږ په حال باندې زر رحم وکړه

ځکه چې ډېر خوار او زار شوي یو مونږ

۹ای خدایه، ای زمونږ ژغورونکیه خدایه

مونږه سره مرسته وکړه د خپل نوم د جلال په خاطر

ګناهونه زمونږ معاف کړه نجات راکړه

د خپل نوم په خاطر

۱۰ولې قومونه مونږ نه وکړي دا سوال

چې ستاسو خدای چېرته دی؟

پرېږده مونږ ووینو چې ته هغو قومونو نه بدل واخلې

په دې خاطر چې هغوی ستا د خادمانو بهولې وینې

۱۱د بندیانو زګېروي واوره

څوک چې په مرګ محکوم دي

کړه ته ازاد هغوی په خپل لوی قدرت

۱۲اووه چنده ورکړه ته سزا هغوی ته ای څښتنه

هغو قومونو ګاونډیو ته چې ستا یې سپکاوی کړی دی

۱۳نو بیا به مونږه چې یو ستا قوم، ستا د رمې پسونه

کړو همېشه به مونږ مننه ستا نه

نسل په نسل به کوو مونږه ستاینه د ستا