ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - نولسم فصل

د طلاق په هکله پوښتنه

(مرقوس ۱۰: ۱ - ۱۲)

۱کله چې عیسی دا خبرې خلاصې کړې، نو د جلیل څخه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند په بله غاړه پرته وه لاړ. ۲ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو او عیسی هلته هغوی ته شفا ورکړه.

۳ځینې فریسیان هغه ته راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه چې په هر دلیل وي طلاقه کړي؟» ۴عیسی په ځواب کې وویل: «ایا تاسو نه دي لوستلي چې په پیل کې چې کله خالق انسانان پیدا کړل، نو هغه یې نر او ښځه پیدا کړل؟ ۵او خدای وویل:

نو له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.

۶نو هغوی نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي. نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره بېل نه کړي.» ۷فریسیانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «نو بیا موسی په دې هکله ولې حکم کړی دی چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاق نامه ورکړي او هغه وشړي؟» ۸عیسی ځواب ورکړ: «موسی تاسو ته د دې دپاره اجازه درکړه چې خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ، ځکه چې ستاسو زړونه سخت وو. خو د پیدایښت له وخته داسې نه ؤ. ۹زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه ‎له زنا کولو پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.»

۱۰شاګردانو عیسی ته وویل: «که د مېړه او ښځې ترمنځ دا حال وي، نو دا به ښه وي چې څوک هېڅ واده ونه کړي.» ۱۱خو عیسی هغوی ته وویل: «هرڅوک دا خبره نه شي منلی، خو یوازې هغه خلک یې منلی شي چې خدای ورته دا توان ورکړی وي. ۱۲دا چې ځینې خلک ودونه نه شي کولای ډول ډول دلیلونه لري: ځینې داسې دي چې له مور نه نرښځیان پیدا شوي دي او ځینې د انسانانو له خوا خصیان شوي دي او نور د اسماني پاچاهۍ په خاطر ودونه نه کوي. نو څوک چې یې منلی شي هغه دې ومني.»

عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي

(مرقوس ۱۰: ۱۳‏ - ۱۶ او لوقا ۱۸: ۱۵‏ - ۱۷)

۱۳په دې وخت کې ځینو خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېږدي او د هغوی دپاره دعا وکړي، خو شاګردانو هغوی ورټل. ۱۴خو عیسی هغوی ته وویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي او هغوی مه منع کوئ، ځکه چې اسماني پاچاهي د همداسې خلکو ده.» ۱۵عیسی خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېښود، برکت یې ورته ورکړ او بیا روان شو.

په اسماني پاچاهۍ کې د شتمن سړي ننوتل ډېر سخت دي

(مرقوس ۱۰: ۱۷ - ۳۱ او لوقا ۱۸: ۱۸‏ - ۳۰)

۱۶داسې وشول چې یو سړی عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! زه داسې کوم نېک کار وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۱۷عیسی هغه ته وویل: «د نېکۍ په هکله ولې زما څخه پوښتنه کوې؟ یوازې یو ذات دی چې نېک دی، خو که ته غواړې تلپاتې ژوندون تر لاسه کړې، نو د هغه په حکمونو عمل وکړه.» ۱۸هغه سړي پوښتنه وکړه: «کوم حکمونه؟» عیسی وویل: «قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه. ۱۹د خپل مور او پلار عزت کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۲۰هغه ځوان ځواب ورکړ: «په دې ټولو مې عمل کړی دی، نور څه وکړم؟» ۲۱عیسی ورته وویل: «که ته غواړې چې کامل شې، نو لاړ شه او خپل هر څه چې لرې خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې. بیا راشه او زما پیروي وکړه.» ۲۲کله چې هغه ځوان دا خبرې واورېدلې نو له هغه ځای څخه غمجن روان شو، ځکه چې هغه ډېر مال او جایداد درلود.

۲۳عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دولتمن سړي ته اسماني پاچاهۍ ته ننوتل ډېر سخت کار دی. ۲۴زه یوځل بیا تاسو ته وایم چې د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.» ۲۵کله چې شاګردانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟» ۲۶عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده، خو د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»

۲۷بیا پطروس ورته وویل: «وګوره، مونږ هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو. نو مونږ به څه لاسته راوړو؟» ۲۸عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په راتلونکې نوې نړۍ کې چې کله د انسان زوی خپل د جلال نه ډک تخت باندې کښېني، نو تاسو دولس تنه به چې زما پیروان یئ هم په دولسو تختونو باندې کښېنئ او د اسراییلو د دولسو قبیلو قاضیان به شئ. ۲۹هرچا چې زما په خاطر خپل کورونه، ورونه، خویندې، مور او پلار، اولادونه او خپلې ځمکې پریښي دي، هغوی به سل چنده لاسته راوړي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکړل شي. ۳۰خو ډېر چې اوس اول دي، هغوی به وروستي شي او ډېر چې اوس وروستي دي هغوی به اول شي.»