ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دېرشم زبور

د شکرګزارۍ دعا

(د داود زبور. د خدای د کور د وقفولو دپاره سرود)

۱ای څښتنه بیانومه ستا لویي

ځکه تا یمه ژغورلی

دښمنان دې زما نه دي پریښي

چې په ما شي دوی خوشحاله

۲ای څښتنه زما خدایه

ما فریاد وکړ ستا د کومک دپاره

تا شفا راکړله ماته

۳زه د مرګ په لار روان وم

تا له قبره وساتلم

نوی ژوند دې راکړ ماته

۴ای څښتن ته وفادارو خلکو!

ثنا یې وایئ په سندرو باندې

ساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی

۵وي غضب د ده یوې شېبې دپاره

خو یې فضل وي د ټول عمر دپاره

د شپې کېدای شي چې ژړا وي ټوله

خو په سهار کې خوشحالي راځي

۶چې مې احساس د بې غمۍ وکړ

بیا مې د ځانه سره داسې وویل:

«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»

۷کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنه

زه دې د غره په شان قوي کړمه

کله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم

۸ما فریاد وکړ تاته ای څښتنه

ما د رحم سوال وکړلو له تا نه

۹«زما مرګی به څه فایده ولري؟

څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟

ایا خاورې به ویلای ستا ثنا شي؟

دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟

۱۰کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ما

ای څښتنه مددګار شه ته زما»

۱۱تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډا

تا د ویر جامې زما نه وویستلې

دې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې

۱۲نو زه به غلی پاتې نه شم

زه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تله

ای څښتنه! زما خدای یې

تل ترتله به زه ستا شکر کومه