ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دولسم زبور

د نېک سړي خوشحالي

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

بختور دی هغه څوک چې کړي وېره له څښتنه

چې ډېر په خوښۍ سره مني د هغه حکمونه

۲د هغه اولادونه به شي قوي وطن کې

او د نېکو خلکو نسل به برکت ومومي

۳وي به شتمنه او دولتمنده کورنۍ د هغه

وي به نېکمرغه تر ابده پورې

۴نېکانو خلکو ته ځلیږي په تیاره کې رڼا

څوک چې مهربانه، زړه سواندي او عادل اوسي

۵بختور دی هغه څوک چې وي سخي قرض ورکولو کې

چې چلوي خپل کاروبار په انصاف سره

۶ناکام به نه شي په هېڅ وخت کې نېک عمله سړی

نوم به یې یادیږي د همېش دپاره

۷نه به وېریږي هغه له بد خبر څخه

ځکه چې زړه یې دی قوي، لري توکل په څښتن

۸زړه یې ټینګ دی او نه وېریږي

هغه به ویني په رښتیا د دښمنانو ماتې

۹په سخاوت سره کومک کړي محتاجانو سره

د هغه نېک اعمال د تل دپاره پاتې کیږي

وي به قوي او احترام به یې کیږي

۱۰بدکاران چې دا ګوري په قهریږي به

خپل غاښونه به چیچي او ورکیږي به دوی

ارمان به نه شي پوره د هغوی هېڅکله