ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - څوارلسم فصل

له سرې بحیرې څخه تېرېدل

۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې بېرته راوګرځي او فم الحیروت ته مخامخ چې د مجدل او د سرې بحیرې ترمنځ او بعل صفون ته نژدې دی خېمې ودروي. ۳فرعون به دا فکر وکړي چې اسراییلیان به په وطن کې سرګردانه ګرځي او د وارخطایۍ په حالت کې په دښته کې بند پاتې دي. ۴زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به دوی تعقیب کړي. مګر د فرعون او د هغه په لښکرو باندې به زما کامیابي زما د جلال سبب شي. بیا به مصریان پوه شي چې زه څښتن یم.> لکه څنګه چې هغوی ته ویل شوي وو اسراییلیانو هماغسې وکړل.

۵کله چې فرعون خبر شو چې د اسراییلو قوم تښتېدلی دی، هغه او د هغه درباریانو د هغوی په هکله خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل: <مونږ څه وکړل؟ مونږ اسراییلیان پرېښودل چې وتښتي او هغوی چې زمونږ غلامان وو له لاسه مو ورکړل!> ۶فرعون خپلې جنګي ګاډۍ ګانې او لښکرې تیارې کړې. ۷هغه د ځان سره شپږسوه ښې ښې جنګي ګاډۍ ګانې د مصر د نورو ټولو جنګي ګاډیو سره چې د هر یو سره خپل خپل قوماندان ؤ یوړلې. ۸څښتن د فرعون زړه سخت کړ، نو هغه د اسراییلیانو پسې چې په جرأت سره د مصر څخه ووتل، روان شو. ۹د مصریانو، د فرعون ټول اسونه، جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او لښکرې د اسراییلیانو پسې روان شول او له هغوی څخه مخکې شول، چېرته چې هغوی د دریاب سره چې فم الحیروت او بعل صفون ته نژدې ؤ خېمې ودرولې وې.

۱۰څنګه چې فرعون نژدې شو، اسراییلیانو سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې مصریان هغوی پسې راروان دي. هغوی ډېر ووېرېدل او څښتن ته یې فریاد وکړ. ۱۱هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <آیا په مصر کې قبرونه نه وو چې تا دلته دښتې ته راوستلو چې مړه شو؟ ګوره تا زمونږ سره څه وکړل چې له مصر څخه دې راوویستلو؟ ۱۲آیا تاته مونږ په مصر کې ونه ویل چې مونږ پرېږده چې د مصریانو غلامان اوسو؟ مونږ ته په دښتې کې د مړه کېدلو څخه د مصریانو غلامي ښه ده.>

۱۳حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مه وېرېږئ! په خپل ځای کې ودرېږئ. تاسو به ووینئ چې څښتن نن تاسو ته څنګه خلاصون درکوي. کوم مصریان چې نن یې وینئ، هغه به بیا هیڅکله ونه وینئ. ۱۴تاسو غلي اوسئ، څښتن به ستاسو دپاره جګړه وکړي.>

۱۵څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته ولې ماته د مرستې په خاطر فریاد کوې؟ خلکو ته ووایه چې وړاندې لاړ شي. ۱۶خپله امسا پورته کړه او د دریاب خواته یې ونیسه. اوبه به بېلې شي او اسراییلیان به وکولی شي چې په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شي. ۱۷زه به د مصریانو زړونه سخت کړم چې هغوی تاسو پسې درشي او زه به په فرعون، د هغه په لښکرو او جنګي ګاډیو په چلوونکو باندې د بریالیتوب په سبب جلال ومومم. ۱۸کله چې زه د فرعون، د هغه جنګي ګاډیو او اس چلوونکو ته ماتې ورکړم او خپل جلال ښکاره کړم، مصریان به پوه شي چې زه څښتن یم.>

۱۹د خدای پاک فرښته چې د اسراییلو د لښکرو په مخ کې روانه وه شاته لاړه. ورېځې هم د هغوی شاته حرکت وکړ ۲۰او هغه د مصریانو او د اسراییلیانو په منځ کې شوه. د شپې په دوران کې ورېځو په مصریانو باندې تیاره راوستله، مګر د اسراییلو په قوم یې رڼا راوستله. نو لښکرې په ټوله شپه کې یو بل ته نژدې نه شوې ورتلی.

۲۱حضرت موسیٰ د دریاب دپاسه خپل لاس ونیوه او څښتن په قوي ختیځ باد باندې د دریاب اوبه شاته یوړلې. دا باد ټوله شپه ولګېده او دریاب یې په وچه ځمکه بدل کړ. اوبه بېلې شوې ۲۲او اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه تېر شول او دواړو خواو ته د اوبو دېوالونه وو. ۲۳مصریان د خپلو ټولو اسونو، جنګي ګاډیو او د اس سوارانو سره هغوی تعقیب کړل او په دریاب کې ورپسې روان شول. ۲۴د سباوون څخه مخکې، څښتن د اور او ورېځو له منځ څخه د مصریانو لښکرو ته وکتل او هغوی یې وارخطا کړل. ۲۵څښتن د هغوی د ګاډیو عرابې له کاره وغورزولې نو هغه په سختۍ سره چلېدلې. او مصریانو وویل: <راځئ چې له دې ځای څخه وتښتو، ځکه چې څښتن زمونږ په ضد د اسراییلیانو دپاره جنګیږي!>

۲۶بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس دې دریاب ته اوږد کړه. نو اوبه به بېرته په مصریانو، د هغوی په جنګي ګاډیو او اس چلوونکو باندې راشي.> ۲۷نو حضرت موسیٰ خپل لاس د دریاب خواته اوږد کړ او د سباوون په وخت کې اوبه خپل اولني حالت ته راوګرځېدلې. مصریانو هڅه وکړه چې وتښتي، مګر څښتن دریاب ته وروغورزول. ۲۸اوبه راوګرځېدلې او جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او ټولې مصري لښکرې یې چې په دریاب کې د اسراییلیانو پسې وې غرق کړل او یو هم پاتې نه شو. ۲۹مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې چې اوبه د هغې دواړو خواو ته لکه د دېوالونو په شان ولاړې وې تېر شول.

۳۰په هغه ورځ څښتن اسراییلیان د مصریانو څخه وژغورل او اسراییلیانو هغوی ولیدل چې د دریاب په غاړه مړه پراته وو. ۳۱کله چې اسراییلیانو د څښتن لوی قدرت چې هغه مصریانو ته وښوده ولید، قوم د څښتن څخه ووېرېده او په هغه او د هغه په خدمتګار حضرت موسیٰ باندې یې ایمان راوړ.