يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - لسم باب

د حضرت ايُوب د خپل ژوند نه نفرت

۱زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم. ۲زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه. ۳دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟ ۴ولې ستا نظر د انسانانو په شان دے؟ تۀ د انسان په شان کتل کوې څۀ؟ ۵ستا عُمر زمونږ په شان لنډ دے څۀ؟ يا ستا کالونه د انسانانو د کالونو په شان دى څۀ؟ ۶چې تۀ زما غلطى معلوموې او زما ګناه لټوې، ۷اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے. ۸ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې. ۹هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟ ۱۰تا زۀ د مور په خېټه کړم او زما وجود دې جوړ کړو. ۱۱تا زۀ د غوښې او څرمنې نه جوړ کړم، او د هډُوکو او پټو په ذريعه دې يو ځائ وتړلم. ۱۲تا ما له ژوند او نۀ ختمېدونکې مينه راکړې ده، او تا زما د ژوند ښۀ حِفاظت کړے دے. ۱۳خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه. ۱۴کۀ زۀ ګناه وکړم نو تۀ ما وينې، او زما ګناه تۀ نۀ معاف کوې. ۱۵کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم. ۱۶او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې. ۱۷تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې. ۱۸تا زۀ د مور د خېټې نه ولې راوويستلم؟ کاش چې زۀ د خلقو د سترګو د ليدو نه مخکښې مړ شوے وے. ۱۹ښۀ به دا وے چې د سره پېدا شوے نۀ وے او د مور د خېټې نه سيدها قبر ته تلے وے. ۲۰زما ژوند لنډ نۀ دے څۀ؟ ما پرېږده نو چې داسې يو ساعت په آرام شم، ۲۱خو چې زۀ لاړ شم او بيا هيڅکله راواپس نۀ شم، چې تور او د تکې تورې تيارې مُلک ته لاړ شم، ۲۲د نيمې شپې په شان تيارۀ، د لانجو مُلک ته، چرته چې رڼا هم د تيارې په شان وى.“