ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - شلم فصل

د موآب او عمون ماتې

۱څه موده وروسته د موآب او د عمون لښکرو د معونیانو سره لاس یو کړ او د یهوشافاط په وړاندې جګړې ته لاړل. ۲څو کسان راغلل او یهوشافاط ته یې وویل: «د ادوم له خوا یو ډېر لوی لښکر د آرام د دریاب له ختیځ څخه راغلی دی چې زمونږ په هېواد باندې حمله وکړي. هغوی لا مخکې حززون تامار (عین جدي) ته رسېدلي دي.»

۳یهوشافاط ووېرېده، نو هغه اراده وکړه چې د څښتن څخه لارښوونه وغواړي. بیا هغه حکم وکړ چې په ټوله یهودیه کې دې روژه ونیول شي. ۴د یهودا د هر ښار څخه خلک اورشلیم ته راغلل، د دې دپاره چې د څښتن څخه مرسته وغواړي.

۵وروسته له دې چې د یهودیې او د اورشلیم ټول خلک د څښتن په کور کې راغونډ شول، یهوشافاط د نوې حوېلۍ مخې ته ودرېده ۶او دعا یې وکړه: «ای زمونږ د نیکونو څښتن خدایه! ته د اسمان څخه د نړۍ په هر قوم باندې پاچاهي کوې. ته دومره قوي او زورور یې چې هېڅوک نه شي کولای ستا په وړاندې ودریږي. ۷ای زمونږ خدایه! کله چې ستا قوم اسراییلو دې وطن ته کډه وکړه، تا د دې ځای اوسېدونکي وشړل او دا ځمکه دې د خپل دوست یعنې د ابراهیم اولادې ته ورکړه چې د تل دپاره د هغوی شي. ۸زمونږ نیکونه په دې ځمکه کې اوسېدل او ستا د نوم او عزت دپاره یې کور جوړ کړ. ۹هغوی پوهېدل چې هرکله په دې خاوره باندې کومه بلا، یعنې جګړه، وبا یا قحطي راشي، بیا هغوی کولای شي چې راشي او ستا په حضور کې د دې کور مخې ته چې ستا په نوم یادیږي، ودریږي. هغوی کولای شي د تکلیف په وخت کې تاته دعا او زارۍ وکړي او ته به د هغوی دعا واورې او هغوی به وژغورې.

۱۰ته ګورې چې د عمون، موآب او ادوم لښکر په مونږ باندې د حملې دپاره راغلي دي. کله چې زمونږ نیکونه د مصر نه راووتل، تا هغوی ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی خاورې ته ورننوځي. نو زمونږ نیکونو هغوی له منځه یو نه وړل او په بله لاره لاړل. ۱۱د هغې په بدل کې هغوی راغلي دي چې مونږ د هغې ځمکې څخه وشړي چې تا راکړې ده. ۱۲ای زمونږ خدایه! ته قضاوت وکړه او هغوی ته سزا ورکړه، مونږ څنګه د دې لوی لښکر په وړاندې ودرېږو چې په مونږ باندې برید کوي؟ مونږ بې وسه یو. مونږ نه پوهېږو چې څه وکړو، خو مونږ ستا مرستې ته سترګې په لاره یو.»

۱۳د یهودا ټول سړي د خپلو ښځو او ماشومانو سره د څښتن په حضور کې ولاړ وو. ۱۴د څښتن روح په یو لاوي باندې چې په غونډه کې حاضر ؤ، نازل شو. هغه یحزییل نومېده او د هغه شجره په لاندې ډول وه: پلار یې زکریا، نیکه یې بنایاه، غور نیکونه یې یعییل او متنیا وو. هغه د اساف د طایفې یو غړی ؤ.

۱۵بیا یحزییل وویل: «اعلیحضرته او د یهودا او د اورشلیم ټولو خلکو! څښتن وایي: ‹تاسو مه وېرېږئ او مه پرېږدئ چې دا ډېر لوی لښکر تاسو بې زړه کړي. دا جنګ د خدای جنګ دی، ستاسو جنګ نه دی. ۱۶څنګه چې هغوی سبا ته د صیص کنډو ته راوخېژي، نو حمله ورباندې وکړئ. د درې په اخر سر کې چې یروییل ته نژدې دښتې ته وتلی دی، مخامخ شئ. ۱۷تاسو به حتی جګړې ته هم مجبور نه شئ. یوازې په خپلو ځایونو کې ځای په ځای شئ او انتظار وکړئ، تاسو به ووینئ چې څښتن به تاسو د خپلو دښمنانو څخه وژغوري. ای د یهودا او د اورشلیم خلکو، مه وېرېږئ او مه بې زړه کېږئ. سبا ووځئ او د هغوی په وړاندې ودرېږئ. څښتن به ستاسو سره مل وي.›»

۱۸بیا یهوشافاط پاچا ټیټ شو او په ځمکه یې سجده وکړه او نورو ټولو د یهودا او د اورشلیم خلکو همداسې د څښتن عبادت وکړ. ۱۹بیا د قهات او د قورح د طایفو لاویان ودرېدل او په ډېر لوړ اواز یې د اسراییلو د څښتن خدای ثنا او صفت وکړ.

۲۰بله ورځ سهار وختي خلک د تقوع دښتې ته روان شول. څنګه چې هغوی حرکت وکړ، یهوشافاط ودرېده او ویې ویل: «د یهودا او د اورشلیم خلکو! په خپل څښتن خدای باندې باور وکړئ، ترڅو قوي اوسئ. د هغه د نبیانو په خبرو باندې باور وکړئ، نو تاسو به بریالي شئ.» ۲۱د خلکو سره د مشورې څخه وروسته هغه څو کسان وټاکل. د پاچا په حکم هغوی سپېڅلي کالي واغوستل، د دې دپاره چې د لښکر مخې ته لاړ شي او د څښتن د ستاینې دپاره دا سندره ووایي:

د څښتن شکر کوئ

ده ابدي د هغه مینه

۲۲څنګه چې هغوی د څښتن د ستاینې سندرې پیل کړې، څښتن یرغلګرې لښکرې په وارخطایۍ اخته کړې، ۲۳نو د عمونیانو او موآبیانو عسکرو د ادوم په عسکرو باندې حمله وکړه اوپه پوره توګه یې له منځه یووړل. بیا هغوی د یو بل په خلاف شول او تر هغه وخته پورې سره وجنګېدل ترڅو چې ټول لښکر له منځه لاړ!

۲۴کله چې د یهودا لښکر هغه برج ته ورسېده چې دښتې ته مخامخ ؤ، هغوی ولیدل چې ټول دښمنان یې په ځمکه باندې مړه پراته دي. یو یې هم نه ؤ تښتېدلی. ۲۵نو یهوشافاط او د هغه عسکر ورغلل چې غنیمت راټول کړي. هغوی ډېر سامان، کالي او نور قیمتي شیان وموندل. غنیمت دومره زیات ؤ چې هغوی وړلی نه شو. هغه دومره ډېر ؤ چې په راټولولو کې یې درې ورځې ولګېدلې.

۲۶بیا په څلورمه ورځ هغوی د برکت په دره کې راغونډ شول او هلته یې د څښتن ستاینه وکړه. نو ځکه هغه دره تر اوسه پورې د برکت د درې په نوم یادیږي.

۲۷‏-۲۸یهوشافاط خپل عسکر چې د یهودا او اورشلیم څخه وو، بېرته اورشلیم ته بوتلل. هغوی د مارش کولو سره سم چنګونه، ربابونه او سرني غږول. هغوی ډېر خوشحاله وو، ځکه چې څښتن هغوی په خپلو دښمنانو باندې بریالي کړي وو، نو کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، د څښتن کور ته لاړل.

۲۹کله چې نورو ټولو پاچاهانو واورېدل چې څښتن څنګه د اسراییلو د دښمنانو په ضد جنګېدلی دی، په هغوی کې د خدای وېره راپیدا شوه. ۳۰په دې ډول یهوشافاط په سوله او ارامۍ کې پاچاهي وکړه، ځکه چې خپل خدای ورته له هرې خوا ارامي ورکړې وه.

د یهوشافاط د پاچاهۍ پای

(لومړی پاچاهان ۲۲: ۴۱ - ۵۰)

۳۱یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه. ۳۲هغه د خپل پلار اسا په شان هماغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې سم وو، ۳۳خو د عبادت سیمه ییز ځایونه وران نه شول. خلکو لا د زړه له کومي د خپلو نیکونو د خدای عبادت نه ؤ غوره کړی.

۳۴یهوشافاط چې د خپلې پاچاهۍ د پیل څخه تر پایه پورې نور څه کارونه کړي وو، د حناني د زوی د ییهو په تاریخ کې چې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ د کتاب یوه برخه ده، لیکلي دي.

۳۵یوځل د یهودا پاچا یهوشافاط د اسراییلو د پاچا اخزیا سره چې ډېر بد کارونه یې کړي وو، لاس یو کړ. ۳۶هغوی د عصیون جابر په بندر کې سمندري کشتۍ ګانې جوړې کړې. ۳۷خو د دودواهو زوی الیعازر چې د مریشه له ښارګوټي څخه ؤ، یهوشافاط ته پېشګویي وکړه: «د دې په خاطر چې تا د اخزیا سره لاس یو کړی دی، څښتن به هغه شیان له منځه یوسي چې تا جوړ کړي دي.» کشتۍ ګانې ماتې شوې او هېڅکله له بندر نه لاړې نه شوې.