ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - نهم فصل

د سلیمان او د شیبا د ملکې لیدنه او کتنه

(لومړی پاچاهان ۱۰: ۱ - ۱۳)

۱کله چې د شیبا ملکې د سلیمان د شهرت په اړه واورېدل، نو هغه اورشلیم ته راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار وې، راورسېدله. هغه سلیمان ته راغله او د هغو ټولو شیانو په هکله چې د هغې په ذهن کې وو، د هغه سره یې خبرې وکړې. ۲سلیمان د هغې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړ، داسې یوه پوښتنه نه وه چې هغه یې بې ځوابه پریښې وي.

۳کله چې د شیبا ملکې د سلیمان حکمت او هغه ماڼۍ چې هغه جوړه کړې وه، ۴هغه خواړه چې په دسترخوان باندې وو، د هغه د درباریانو د کښېناستلو ترتیب، د خدمتګارانو ښه تنظیم او د هغوی کالي، د هغه ساقیان او د هغوی کالي او هغه سوځېدونکې نذرانې چې هغه د څښتن په کور کې وړاندې کولې ولیدلې، نو حقه حیرانه شوه. ۵هغې پاچا ته وویل: «هغه څه چې ما په خپل هېواد کې ستاسو د کارونو او حکمت په اړه اورېدلي وو هغه رښتیا دي! ۶خو ما تر هغې پورې په دې باندې باور نه کاوه، ترڅو چې راغلم او دا هرڅه مې په خپلو سترګو ولیدل. خو حتی ما د دې په نیمایي هم نه وو اورېدلي، څه چې ما اورېدلي وو ستاسو حکمت د هغو څخه هم زیات دی. ۷ستاسو خلک به څومره خوشحاله وي! او ستاسو درباریان به څومره خوښ وي چې تل ستاسو په حضور کې ولاړ وي او ستاسو حکمت ویني!

۸ثنا دې وي ستاسو څښتن خدای ته چې ستاسو څخه ډېر خوشحاله دی او تاسو یې په خپل تخت د پاچا په توګه کښېنولي یئ چې د هغه په نوم پاچاهي وکړئ. ځکه ستاسو خدای، د اسراییلو د قوم سره مینه لري او هغه غوښتل چې اسراییلیان د تل دپاره ټینګ پاتې شي، نو خدای تاسو په هغوی باندې پاچا کړي یئ چې عدالت او انصاف وکړئ.»

۹د شیبا ملکې سلیمان پاچا ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر، زیاته اندازه عطر او قیمتي تیږې ورکړې. هغه عطر چې شیبا ملکې سلیمان پاچا ته ورکړل پخوا هېڅکله نه وو لیدل شوي.

۱۰(د حیرام او د سلیمان کسانو د اوفیر څخه پرته له سرو زرو د نښتر لرګي او قیمتي تیږې هم راوړلې. ۱۱پاچا د دې لرګیو څخه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ دپاره زینې او د ساز غږوونکو دپاره ربابونه او چنګونه جوړ کړل. د یهودا په خاوره کې داسې شیان مخکې نه وو لیدل شوي.) ۱۲د شیبا ملکې چې هرڅه غوښتل سلیمان پاچا ورته ورکړل، هغه ورته د هغو شیانو په پرتله چې هغې سلیمان ته راوړي وو ډېر شیان ورکړل. وروسته بیا ملکه د خپلو خدمتګارانو سره خپل هېواد یعنې شیبا ته ستنه شوه.

د سلیمان پاچا شتمني

(لومړی پاچاهان ۱۰: ۱۴ - ۲۹)

۱۳سلیمان پاچا هر کال نژدې درویشت ټنه سره زر لاسته راوړل. ۱۴په دې کې هغه مالیات چې د سوداګرو له خوا ورکول کېدل، شامل نه وو. همدارنګه د عربو ټولو پاچاهانو او د اسراییلو حکمرانانو سپین او سره زر سلیمان ته راوړل.

۱۵سلیمان پاچا د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه سوه دانې لوی سپرونه جوړ کړل، په هر سپر کې نژدې اووه کیلوګرامه سره زر کارول شوي وو. ۱۶همدارنګه هغه د ټکول شویو سرو زرو څخه درې سوه دانې کوچني سپرونه جوړ کړل چې په هر سپر کې د درېو کیلوګرامو څخه زیات سره زر وو. پاچا هغه د ماڼۍ په هغه سالون کې کېښودل چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده.

۱۷پاچا د فیل د غاښونو څخه یو لوی تخت هم جوړ کړ او هغه ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ. ۱۸تخت ته د ورختلو دپاره شپږ زینې وې او د پښو ایښودلو دپاره د سرو زرو یوه چوکۍ د تخت سره نښتی وه. د تخت دواړو خواو ته بازوګان وو او د هر یو په خوا کې د زمري مجسمه وه. ۱۹په شپږو زینو باندې د دولسو زمریانو مجسمې وې، د هرې زینې هرې خواته یوه یوه مجسمه وه. په بلې هېڅ پاچاهۍ کې داسې تخت نه ؤ جوړ شوی.

۲۰د سلیمان پاچا هغه جامونه چې د څښلو دپاره وو، ټول د سرو زرو څخه جوړ شوي وو. د هغه د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده، ټول سامان یې د سوچه سرو زرو څخه وو. د سلیمان په وخت کې سپین زر بې ارزښته ګڼل کېدل.

۲۱هغه کشتۍ ګانې درلودلې چې د حیرام د کشتیوانانو سره به ترشیش ته تللې. د هغه کشتۍ ګانې به په هرو درېو کالو کې یوځل راستنېدلې او سره زر، سپین زر، د فیل غاښونه، بیزوګانې او د طاووس مرغان به یې راوړل.

۲۲سلیمان پاچا د نړۍ د نورو ټولو پاچاهانو څخه ډېر شتمن او د حکمت خاوند ؤ. ۲۳‏-۲۴کال په کال به نور پاچاهان د هغه حضور ته راتلل چې د هغه حکمت وویني چې خدای ورته ورکړی ؤ. د هغوی څخه به هر یو تن د سپینو او د سرو زرو سوغاتونه، چپنې، وسلې او عطر راوړل او اسونه او قچرې یې راوستلې.

۲۵سلیمان د خپلو اسونو او جنګي ګاډیو د ساتلو دپاره څلور زره غوجلې درلودلې او همدا شان هغه ټول دولس زره اسونه درلودل چې ځینې یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ښارونو کې ساتلې.

۲۶هغه په ټولو پاچاهانو باندې په شمال کې د فرات د سیند نه نیولې په جنوب کې د فلسطین تر خاورې او د هغه ځای نه د مصر تر پولې حکمراني کوله.

۲۷د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین زر په اورشلیم کې د تیږو په شان یو عادي شی ؤ او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو. ۲۸د مصر او د نورو ټولو هېوادونو څخه یې اسونه د سلیمان دپاره راوستل.

د سلیمان مړینه

(لومړی پاچاهان ۱۱: ۴۱ - ۴۳)

۲۹د سلیمان د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې د شروع نه تر پایه پورې د ناتان نبي د تاریخ په کتاب، د اخیا شیلوني په پېشګویۍ او د عیدو نبي په رویاګانو کې چې عیدو د نباط د زوی یروبعام په هکله وې، لیکلې وې. ۳۰سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي وکړه. ۳۱نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پاچا شو.