ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دولسم زبور

د مصیبت په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)

۱مرسته وکړه ای څښتنه!

دیندار خلک پاتې نه شول

وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه

۲درواغ وایي یو بل ته هغوی ټول

هغوی یو بل غولوي په چاپلوسۍ

۳غوړه مالې ژبې غوڅې کړه څښتنه!

بندې هم لاپوکې خولې کړه چې وایي

۴«مونږ په خپلو ژبو شو ګټلی هرڅه

مونږ ویلی شو هرڅه چې مونږ یې غواړو

هېڅوک نه شي کړای زمونږه مخنیوی»

۵«خو به زه راپاڅېږمه اوس» څښتن وایي

«دا په دې چې په غریبانو ظلم کیږي

محتاجان کوي زګېروي له خپله درده

ورته ور به کړم امنیت چې په ارمان یې دي»

۶د څښتن ټولې وعدې داسې سوچه دي

لکه اووه ځله چې سپین زر

په داشونو کې سوچه شي

۷‏-۸بدکاران دي په هرځای کې

ټول ستاینه کړي د بدو

ای څښتنه، مونږه تل په امن ساته

مونږه وساته له دا رنګه کسانو