ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځۀ شپېتم زبور

ستاینه او شکرګزاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)

۱په کار ده په صهیون کې ستا ستاینه ای خدایه

هغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي

۲په دې خاطر چې دعاګانې اورې

انسانان ټول به ستا حضور ته راځي

۳کله چې زیات شي ګناهونه زما

بخښې ته زما ټول جرمونه

۴بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تا

چې تاته راشي او واوسیږي ستا سپېڅلي ځای کې

مونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندې

او ستا د معبد برکتونو باندې

۵زمونږ خدایه ته مونږ ژغورې

ستا هیبتناکه عملونه راکوي ځواب

زمونږ د دعا د عدالت دپاره

ورکوې خلکو ته امید

د دنیا هر سر کې

حتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره

۶تا په قوت باندې ملا وتړله

ځای په ځای کړي دي تا غرونه په خپل ځواک باندې

۷اراموې ته د سیندونو غرهار

او د څپو غړمبار

اراموې ته شور او زوږ د خلکو

۸تا چې کوم لویې کارنامې کړې دي

ټول خلک د جهان وېریږي

د نړۍ له یوه سره تر بل سره

ستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې

۹ته په ځمکه باندې پام کوې او باران وروې

غني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې ته

ای خدایه سیند ستا د اوبو نه ډک دی

تیاروې غلې دانې خلکو ته

دا هغه څه دي چې کوې یې ته:

۱۰په قلبه شویو ځمکو باندې

ډېر زیات باران وروې

نرموې ځمکه په اوبو باندې

نرموې خاوره په اورښتونو باندې

او شنه کوې د لویېدو دپاره ته شنه بوټي

۱۱ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلات

شول لکه تاج د ځمکې

چېرته چې ځې هرڅه پرېمانه وي

۱۲د دښتې شنې لمنې کیږي څړځایونه غني

او غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ

۱۳څړځایونه ټول وي ډک له پسونو

درې دي ټولې له غنمو ډکې

ټول شیان چیغې وهي

او د خوښۍ ډکې سندرې وایي