ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - دوه دېرشم فصل

حضرت یعقوب د عیسو سره د مخامخ کېدو دپاره تیاری نیسي

۱حضرت یعقوب هم په خپله مخه لاړ او د خدای پاک فرښتې ورسره مخامخ شوې. ۲کله چې حضرت یعقوب هغوی ولیدلې ویې فرمایل: <دا د خدای پاک کمپ دی.> نو د هغه ځای نوم یې محنایم کېښود.

۳حضرت یعقوب د ځان څخه مخکې خپل ورور عیسو ته د ادوم خاورې ته استازي ولېږل. ۴هغوی ته یې وفرمایل: <زما بادار عیسو ته ووایئ چې ستا غلام یعقوب داسې وایي: زه د لابان سره اوسېدم او تر اوسه پورې هلته پاتې وم. ۵زه د پادو، خرو، پسونو، وزو، غلامانو او وینځو خاوند شوی یم. اوس مې خپل بادار ته دغه پیغام ولېږه چې په ما باندې مهرباني وکړې.>

۶کله چې استازي بېرته حضرت یعقوب ته راستانه شول، هغوی وویل: <ستا ورور عیسو ته لاړو او هغه د څلورسوه نفرو سره ستا د لیدلو دپاره راروان دی.> ۷نو حضرت یعقوب ډېر ووېرېد او پرېشانه شو. هغه خپل خلک او رمې، پادې او اوښان په دوه ډلو باندې ووېشل. ۸هغه فکر وکړ: <که چېرې عیسو په اولنۍ ډلې باندې حمله وکړي، نو بله ډله به وکولی شي چې وتښتي.>

۹بیا حضرت یعقوب دعا وکړه: <ای زما د پلار حضرت ابراهیم خدایه او زما د پلار حضرت اسحاق خدایه، ای څښتنه چې ماته دې وفرمایل: خپل وطن او خپلو خپلوانو ته بېرته لاړ شه، زه به تا خوشبخته کړم. ۱۰زه د هغو ټولو مهربانیو او وفاداریو وړ نه یم چې د خپل غلام سره دې کړي دي. کله چې زه د اردن د سیند څخه تېرېدم، نو زما سره یوازې یوه امسا وه. او اوس زه د دوو لویو ډلو خاوند یم. ۱۱اوس تاته سوال کوم چې ما د خپل ورور عیسو له لاسه وژغوره، ځکه زه وېرېږم چې هغه به راشي او په مونږ به حمله وکړي او مونږ به له ښځو او ماشومانو سره له منځه یوسي. ۱۲بلکه هغه وعده رایاده کړه چې تا زما سره کړې وه چې ما سره به ښه کوې او زما اولاده به د دریاب د شګو په شان داسې زیاتوې چې ونه شمېرل شي.>

۱۳هغه هلته شپه تېره کړه او هرڅه چې یې درلودل د هغو څخه یې د خپل ورور عیسو دپاره سوغات انتخاب کړ: ۱۴دوه سوه وزې او شل وزان، دوه سوه مېږې او شل پسونه، ۱۵دېرش اوښې د هغو د بچیو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوایان، شل خرې او لس خره. ۱۶هغوی یې په دوه ډلو ووېشل او خپلو غلامانو ته یې وسپارل او هغوی ته یې وفرمایل: <زما څخه مخکې ځئ او د ډلو ترمنځ فاصله پرېږدئ.> ۱۷حضرت یعقوب هغه غلام ته چې مخکې روان ؤ، حکم وکړ: <څه وخت چې زما ورور عیسو ستا سره مخامخ شي او پوښتنه وکړي چې ستاسو بادار څوک دی؟ تاسو چېرې ځئ؟ او ستاسو په مخکې دا حیوانات د چا دي؟ ۱۸باید ووایې: دا ستا د غلام یعقوب دي او هغه یې د سوغات په توګه خپل بادار عیسو دپاره لېږلي دي او په خپله یعقوب هم زمونږ پسې راروان دی.> ۱۹همدارنګه هغه دوهم، دریم او ټولو پادوانانو ته امر وکړ: <څه وخت چې د عیسو سره مخامخ شئ، نو همداسې به ورته وایئ. ۲۰خامخا ووایئ چې ستا غلام یعقوب زمونږ پسې راروان دی.> ځکه هغه فکر کاوه چې د دې سوغاتونو په وسیله به چې مخکې مې لېږلي دي د هغه قهر سوړ کړم او چې کله د هغه سره مخامخ شم کېدای شي چې هغه ما وبخښي. ۲۱نو د حضرت یعقوب سوغاتونه له هغه څخه مخکې لاړل خو هغه شپه په کمپ کې تېره کړه.

حضرت یعقوب په فنیئیل کې غېږه نیسي

۲۲په هماغه شپه حضرت یعقوب پاڅېد او خپلې دوه ښځې، دوه وینځې او خپل یوولس زامن یې واخیستل او د یبوق د سیند په ګودر باندې پورې وتل. ۲۳وروسته له دې چې هغوی یې د سیند څخه پورې ویستل، هغه خپل مال او شتمني هم ولېږله. ۲۴نو حضرت یعقوب یوازې پاتې شو او یو نفر راغی او د هغه سره یې د سهار تر رڼایۍ پورې غېږه ونیوله. ۲۵نو کله چې هغه نفر ولیدل چې په حضرت یعقوب باندې بری نه شي موندلی، نو د حضرت یعقوب په ورون باندې یې ګوزار وکړ او د هغه ورون له بنده وخوت. ۲۶نو بیا هغه سړي وویل: <ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې لمر په راختلو دی.>

لیکن حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ترڅو چې ماته برکت رانه کړې تا نه پرېږدم چې لاړ شې.>

۲۷هغه نفر د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ستا نوم څه دی؟>

هغه ځواب ورکړ: <یعقوب.>

۲۸هغه نفر وویل: <له دې وروسته به نور ستا نوم یعقوب نه وي، بلکه اسراییل به وي، ځکه چې تا د خدای او انسان سره غېږه ونیوله او بریالی شوې.>

۲۹حضرت یعقوب وفرمایل: <خپل نوم دې ماته ووایه.>

مګر هغه ځواب ورکړ: <ولې زما د نوم پوښتنه کوې؟> نو په هغه ځای کې یې حضرت یعقوب ته برکت ورکړ.

۳۰نو حضرت یعقوب وفرمایل: <خدای پاک مې مخامخ ولید او لا تر اوسه هم ژوندی پاتې یم.> نو حضرت یعقوب هغه ځای د فنیئیل په نوم یاد کړ. ۳۱د لمرخاته په وخت کې هغه د فنیئیل څخه تېر شو او د خپل ورانه په سبب یې ګوډ، ګوډ تګ کاوه. ۳۲په همدې خاطر اسراییلیان تر نن ورځې پورې هغه پله چې د ورون د بنده پورې نښتې ده نه خوري، ځکه چې د حضرت یعقوب د ورانه همدې برخې ګوزار خوړلی ؤ.