ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - شپږم فصل

۱د خدای د همکارانو په توګه مونږ تاسو نه غوښتنه کوو د خدای کوم فضل چې تاسو یې تر لاسه کوئ، هغه بې ګټې نه شي. ۲ځکه چې خدای وایي:

په سم وخت کې چې د ژغورنې ورځ ده

زه به واورمه ستا چیغې د کومک دپاره

وګورئ، اوس ستاسو دپاره د خدای د مهربانۍ وخت راغلی دی او نن د خلاصون ورځ ده.

پولوس ستونزې او تکلیفونه زغمي

۳مونږ د هېڅ چا په لاره کې خنډ نه جوړوو، ترڅو زمونږ په کار کې کومه غلطي او نقص پیدا نه شي. ۴بلکې د خدای د خدمتګارانو په توګه مونږ په هر کار کې دا ښایو چې مونږ په ډېر صبر سره ستونزې، سختي، مصیبتونه، ۵وهل ټکول، بندي کېدل، ګډوډي، زحمتونه، بې خوبي، لوږه او تنده زغمو. ۶مونږ خپل ځانونه په پاکۍ، پوهې، صبر، مهربانۍ، د روح القدس په وسیله او بې ریا مینې سره ثابتوو. ۷مونږ رښتینی پیغام ورکوو او د خدای قدرت په مونږ کې کار کوي. مونږ په خپل ښي لاس او چپ لاس کې عدالت لکه د وسلې په شان نیولی دی. ۸که زمونږ عزت کیږي یا بې عزتي او که زمونږ سپکاوی کیږي یا ستاینه، خو مونږ د خدای خدمت کوو. دوی مونږ غولوونکي ګڼي، خو مونږ رښتیا وایو. ۹که مونږ ناپېژندل شوي یو، خو بیاهم مشهور یو. که د مرګ په حال کې یو، خو بیاهم ژوندي یو. که وهل کېږو، خو وژل کېږو نه. ۱۰که څه هم مونږ غمجن یو، خو تل خوشحاله یو. مونږ غریبان یو، خو ډېر خلک شتمن کوو. مونږ هېڅ نه لرو، خو د هرڅه خاوندان یو.

۱۱ای د قرنتوس د ښار ایماندارانو! مونږ تاسو ته ښکاره او صفا خبرې وکړې. مونږ د زړه له کومي ستاسو سره مینه لرو. ۱۲مونږ تاسو سره داسې سلوک نه کوو چې ګوندې تاسو سره مینه نه کوو، بلکې تاسو زمونږ سره داسې سلوک کوئ لکه زمونږ سره چې مینه نه لرئ. ۱۳اوس زه ستاسو سره داسې خبرې کوم لکه د خپلو اولادونو سره یې چې کوم، نو تاسو هم زمونږ په شان مونږ ته په خپلو زړونو کې ځای راکړئ.

د ژوندي خدای کور

۱۴د هغو خلکو سره د یو جغ لاندې مه ځې چې په مسیح باندې ایمان نه لري. ځکه څنګه کېدای شي چې نېکي د بدۍ سره ملګرې شي؟ دا څنګه کېدای شي چې رڼا دې د تیارې سره یوځای اوسي. ۱۵مسیح او شیطان څنګه په خپلو کې سره جوړ راتلی شي؟ یا یو ایماندار د یو بې ایمانه سره څنګه ملګرتیا لرلی شي؟ ۱۶د خدای د کور او بتانو ترمنځ څنګه توافق او یووالی رامنځته کېدای شي؟ ځکه چې مونږ د ژوندي خدای کور یو، لکه څنګه چې خدای ویلي دي:

زه به د هغوی په منځ کې خپل د اوسېدلو ځای جوړ کړم او زه به د هغوی په منځ کې اوسېږم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.

۱۷له همدې امله څښتن وایي:

تاسو د بې ایمانه خلکو له منځ نه راووځئ او د هغوی نه خپل ځانونه بېل کړئ. د هغوی ناپاکه شیانو ته لاس مه وروړئ، نو زه به تاسو قبول کړم.

۱۸مطلق قادر څښتن وایي:

زه به ستاسو پلار یم او تاسو به زما زامن او زما لورګانې یئ.