ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

نولسم زبور

د دنیا په پیدایښت کې د خدای لویي

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلال

کارنامې د لاس یې وایي فضا

۲هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ ته

هره شپه یې تکراروي سبا شپې ته

۳نه کوي هغوی خبرې

نه اواز یې اورېدی شي

۴خو بیاهم د دوی پیغام ټولې دنیا ته ور رسیږي

د دوی خبرې د دنیا تر بل سره اورېدل کیږي

خدای خېمه ده لګولې په اسمان کې لمر دپاره

۵لمر راوځي لکه زوم د خپل مکانه

لکه څنګه چې خوشحال وي یو اتل مسابقې ته

۶لمر راخېژي د اسمان له یوه سره

او رسیږي تر بل سره

هېڅ شی پټ نه دی د هغه له ګرمۍ نه

د څښتن شریعت

۷د څښتن شریعت کامل دی

او تازه کوي روح

باوري دي ټول حکمونه د څښتن

ورکوي حکمت هغو ته چې ساده دي

۸دي سم د څښتن اصول

د خلکو زړونو ته خوښي ورکوي

پاک دي حکمونه د څښتن

ورکوي ذهن ته پوهه

۹وېره ښه ده له څښتنه

برقرار به وي مدام

د څښتن قضاوتونه دي برحقه

او همېش عادلانه دي

۱۰ده په زړه پورې د سوچه طلا نه ډېره هغه

ډېره خوږه ده د سوچه شاتو نه

۱۱ورکوي هغه اخطار د ستا خادم ته

که یې ومنم نو مومم به لوی اجر

۱۲نه شي څوک کولای چې په خپله خطا پوه شي

معاف کړه ای څښتنه خطاګانې نامعلومه مې

۱۳نو قصدي ګناه نه ما خوندي وساته

پرې یې نږدې چې په ما شي مسلطه

او بیا زه به شم کامل

شم به خلاص له ګناهونو لویو لویو

۱۴ای څښتنه، ای زما د پناه ځایه! ای زما ژغورونکیه!

شي منظورې دې خبرې او فکرونه زما تاته!