ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور اتيايم زبور

د خدای د کور سره مینه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د قورح د طایفې زبور)

۱ای مطلق قادر څښتنه

څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای

۲څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلته

څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی

زه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځان

چیغې د خوښۍ وهمه

۳د قربانۍ د ځایونو په خوا کې دې

چڼچڼو، توتکیو ځالې جوړې کړې ځان ته

او توتکۍ په کې بچي ساتي خپل

مطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه

۴هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کې

او تل سندرې د ثنا ستا وایي

۵هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت مومي

څوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي

۶د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږي

نو له هغه ځای څخه چینې جوړیږي

باران د مني ډکوي یې برکتونو باندې

۷د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږي

او د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته

۸ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما!

ای د یعقوب خدایه، ته ماته غوږ ونیسه!

۹ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړه

هغه پاچا چې تا په خپله غوره کړی

۱۰د یوې ورځې تېرول ستا دربار کې

بهتر دي بل ځای کې له زرو ورځو

تش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې ته

د بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه

۱۱څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شان

هغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزت

نه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخه

د چا چې لارې وي بې داغه لارې

۱۲ای مطلق قادر څښتنه

څومره بختور دی هغه کس چې په تا باندې توکل کوي