ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او يو کم دېرشم زبور

د اسراییلو د دښمنانو په ضد دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:

«هغوی څومره ځورولی یمه

خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته

۲چې هغوی څومره ځورولی یمه

خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته

خو دوی په ما بریالي شوي نه دي

۳هغوی جوړ کړي دي زخمونه زما په ملا باندې

لکه چې څوک وکړي قلبه په ځمکه»

۴خو څښتن چې دی عادل

او زه یې ازاد کړمه

د بدکارانو له رسیو څخه

۵هرڅوک چې کرکه له صهیون نه کوي

هغوی دې وشرمیږي او ودې تښتي

۶هغوی دې شي هغو واښو په شان

چې راشنه کیږي په بامونو باندې

چې شي وچ د غټېدو نه مخکې

۷هېڅوک دې نه کاندي راټول هغه

یا ترې ګېډۍ جوړې کړي

۸نه دې هېڅ یو لاروی ووایي

چې څښتن دې تاته برکت درکړي

یا د څښتن په نوم تاته برکت درکوم