ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې دېرشم زبور

د ستاینې سندره

۱ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړي

هغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغې

مناسبه ده ستاینه د هغه د صادقانو دپاره

۲وکړئ شکرونه د څښتن په وهلو د رباب

هم ورته وغږوئ ساز په چنګ سره

۳هغه ته ووایئ سندره نوې

په ښو سازونو سره

او لوړ اوازونو سره

۴د څښتن کلام رښتینی او صحیح دی

ټول کارونه د هغه د باور وړ دي

۵خوښوي څښتن نېکي او عدالت

ده ځمکه ډکه د څښتن له تلپاتې مینې

۶اسمانونه د څښتن په حکم جوړ شول

په خبره یې د خولې لمر او سپوږمۍ او ستوري جوړ شول

۷دریابونه یې په یو ځای کې راټول کړل

کړل بحرونه هغه بند په لویو لویو ذخیرو کې

۸پرېږدئ ټوله ځمکه د څښتن څخه په وېره شي

پرېږدئ ټول خلک د نړۍ یې درناوی وکړي

۹کله چې ده ورکړو فرمان نو دا دنیا شوه پیدا

د ده په امر ټول شیان پیدا شول

۱۰د قومونو پلانونه څښتن ورشنډوي

نه پرېږدي هغوی چې کړي حاصل خپل مقصدونه

۱۱خو تل ترتله کړي دوام د ده پلانونه

ټولو نسلونو پورې وي به دوامدار یې مقصدونه

۱۲چې خدای یې وي څښتن نو هغه قوم بختور دی

چې خپل ځان ته یې غوره کړي هغه خلک بختور دي

۱۳لاندې ګوري له اسمان ځینې څښتن

ویني مونږ ټول انسانان

۱۴په اسمان کې له خپل تخت نه

هغه څاري ټول اوسېدونکي د جهان

۱۵دی جوړوونکی د هغوی د ټولو زړونو هغه

او هم خبر یې دی د ټولو عملونو هغه

۱۶په خپل قوي لښکر پاچا کامیابېدلی نه شي

په خپل زیات ځواک سره عسکر روغ راوتلی نه شي

۱۷څوک چې په اس یقین لري بری موندلی نه شي

که زورور وي اس بیاهم څوک بچ کولای نه شي

۱۸څښتن ساتي خپل نظر په هغو خلکو

چې کړي وېره له هغه نه

او څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه

۱۹هغه دوی ساتي له مرګي نه

په وختونو د قحطۍ کې یې هم ساتي ژوندي

۲۰مونږ یو په امید کې کړو څښتن ته انتظار

دی مرستندوی زمونږ او زمونږ سپر دی

۲۱زمونږ زړونه دي خوشحال د ده په وجه

ځکه مونږ کړو توکل د ده په پاک نامه

۲۲څنګه چې تاته دی زمونږ امید

داسې دې ستا تلپاتې مینه وي زمونږه سره