يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - دوه پنځوسم باب

د يروشلم زوال

۱صدقياه د يويشتو کالو وو کله چې هغه د يهوداه بادشاه شو، او هغۀ په يروشلم يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور نامه حموطل وه، چې د يرمياه لور وه، چې هغه د لِبناه وه. ۲خو هغۀ د مالِک خُدائ په وړاندې هغه بدکارونه وکړل، کوم چې يهويقيم بادشاه کړى وُو. ۳دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه. ۴نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې. ۵يروشلم د صدقياه بادشاه د حکومت تر يوولسم کال پورې محاصره وو. ۶د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو. ۷بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله. ۸خو د بابليانو فوجيانو صدقياه بادشاه پسې راخستې وه او هغه يې د يريحو په مېدانونو کښې ونيولو، د هغۀ سړو هغه پرېښودو او خوارۀ وارۀ شول. ۹هغوئ هغه د بابل بادشاه ته رِبله ته بوتلو چې د حمات په مُلک کښې وو. د بابل بادشاه بيا د سزا ورکولو خپله فېصله په صدقياه واوروله. ۱۰هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل. ۱۱نو هغوئ د صدقياه سترګې وويستلې، د پيتلو په زنځيرونو يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو چرته چې هغه د خپل مرګ تر وخته پورې هلته پروت وو.

د خُدائ د کور او د يروشلم تباهى

۱۲د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د بابل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو. ۱۳هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو. ۱۴او د بابل ټولو فوجيانو د شاهى کمانډر په مشرۍ کښې د يروشلم د ښار ګېرچاپېره دېوالونه راوغورزول. ۱۵نو بيا نبوزردان د بابل فوجى کمانډر هغه ځينې غريبانان خلق جلاوطن کړل او نور هغه کسان چې په ښار کښې پاتې وُو، او هم نور ماهِر کاريګران، او هغوئ څوک چې د بابل د بادشاه بګوړه شوى وُو هم بوتلل. ۱۶خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى. ۱۷بابليانو هغه د زېړو ستنې ماتې کړې، او هغه ګاډۍ او د زېړو تالاب چې نوم يې سمندر وو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې وو او هغوئ ټول زېړ د خپل ځان سره بابل ته يوړل. ۱۸هغوئ د خپل ځان سره ټول هغه سامان يوړلو کوم به چې د خُدائ په کور کښې د خِدمت کولو دپاره استعمالېدلو، لکه بېلچې او د ايرو لوښى، د ډيوو سرپوښونه، چمچۍ، د قربانۍ د وينې اوچتولو جامونه، پيالۍ، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان يې لوټ کړو. ۱۹نبوزردان د فوج مشر ځان سره هم هغه وړې کاسې، د خوشبو انګيټۍ، کاسې، دېګونه، ډيوټ دانونه، لوښى، کاسې کومې چې چڼکاو نذرانو دپاره استعمالېدلې او نور ټول سامان کوم چې د سوچه سرو او سپينو زرو نه جوړې شوې وې. ۲۰هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو. ۲۱دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته او تقريباً شپږ ګزه ګول وه، د هغوئ مينځ خالى وو خو د هغوئ د دېوال ګېج تقريباً درې اِنچه غټ وو. ۲۲د هرې يوې ستنې په سر باندې تقريباً درې ګزه اوچت د زېړو تاج وو چې دا ګېرچاپېره د زېړو په زنځيرونو تړلى شوى انارو ښائسته کړے شوے وو. ۲۳د هرې ستنې نه ګېرچاپېره شپږ نوې انار لګولے شوى وُو چې ټوټل سل انار ورباندې لګولے شوى وُو.

د يهوداه د خلقو بابل ته بوتلل

۲۴نبوزردان د فوج مشر د خپل ځان سره د دې نه علاوه، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې خادمان قېديان بوتلل. ۲۵د ښار نه هغۀ هغه آفسر بوتلو کوم چې د جنګى فوجيانو مشر وو، او اووۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې هغوئ لا تر اوسه په ښار کښې وُو، د فوجى مشر منشى چې هغه د فوجيانو د بهرتى کولو ذمه وار وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې هم بوتلل، ۲۶نبوزردان هغوئ ټول ځان له کړل او د صوبه حمات په رِبله ښار کښې يې د بابل بادشاه له بوتلل. ۲۷او هلته په رِبله کښې د حمات په زمکه د بابل بادشاه ټول ووژل. نو بيا داسې د يهوداه خلق د خپل مُلک نه پردى مُلک ته بوتلے شول. ۲۸د نبوکدنضر د حکومت په اوؤم کال کښې څوک چې جلاوطن کړے شوى وُو د هغوئ شمېر درې زره او درويشت وو. ۲۹او د نبوکدنضر په اتلسم کال د حکومت په دوران کښې نور اتۀ سوه او دوه دېرش کسان د يروشلم نه قېديان بوتلل. ۳۰او د نبوکدنضر د حکومت په درويشتم کال هغه نبوزردان راولېږلو او هغۀ نور اووۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان قېديان بوتلل چې د ټولو شمېر څلور زره او شپږ سوه کسان شُو. ۳۱د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو. ۳۲اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو. ۳۳نو يهوياکين خپلې د قېدخانې جامې يو خوا ته وويستلې او باقى ټول عمر يې د بادشاه په مېز باندې خوړل څښل کول. ۳۴هره ورځ د بابل بادشاه يهوياکين ته باقاعده خرچه ورکوله او هغۀ ورته تر مرګه پورې خرچه مقرره کړه.