ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - څلورویشتم فصل

۱د بدکارانو سره بخیلي مه کوه

او له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره

۲ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوي

او شونډې یې د شرارت خبرې کوي.

د مصیبت او قوت په هکله نصیحتونه

۳یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي

او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي

۴او کوټې یې د علم په وسیله

د ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي.

۵د حکمت د خاوند قدرت ډېریږي

او د عالم قوت نور هم زیاتیږي.

۶له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځه

ډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.

۷جاهل انسان د حکمت لوړ مقام ته نه شي رسېدلی

او په جرګه کې خپله خوله نه شي خلاصولی.

۸څوک چې بدې نقشې جوړوي

نو د فرېبکار په نوم به مشهور شي.

۹د جاهلانو نقشې د ګناه نه ډکې وي

او د ملنډو وهونکو نه خلک کرکه کوي.

۱۰که د سختۍ په وخت کې خپل همت له لاسه ورکړې

نو ته بیا ډېر کمزوری انسان یې.

۱۱د هغه چا په خلاصون کې سستي مه کوه

چې د مرګ په لور راښکل کیږي

او هغوی وژغوره

چې حلالېدو ته وړل کیږي.

۱۲که ته وایې چې مونږ له دې نه خبر نه وو

نو د زړونو د رازونو قضاوت کوونکی دې ته پام نه کوي؟

هغه چې ستا د ژوند حفاظت کوي، په دې به پوه نه شي؟

هغه به د هرچا د عمل سره سم بدل ورنه کړي؟

د بدکارانو په هکله نصیحتونه

۱۳ای زما زویه! نو شات خوره، ځکه چې دا ښه شی دی

او د مچیو د چک سوچه شات به ستا خوله خوږه کړي.

۱۴نو همدا شان حکمت هم ستا د روح دپاره خوږ دی.

که ته یې حاصل کړې نو په راتلونکې کې به ستا دپاره پوره امید وي

او هېڅکله به ستا هیلې پای ته ونه رسیږي.

۱۵د بدکارانو په شان مه اوسه

چې د نېکانو د کور په خلاف په کمین کې ناست وي

ترڅو د هغوی د اوسېدلو کور لوټ او تالا کړي.

۱۶که نېک انسان حتی اووه وارې ولویږي خو بیاهم پاڅیږي

خو بدکاران په بدۍ او بلا اخته کیږي.

۱۷کله چې ستا دښمن له پښو راولویږي خوند ترې مه اخله

او که راغورځیږي نو خپل زړه دې مه خوشحالوه

۱۸که څښتن ستا دا خوشحالي وویني ستا نه به ناراضه شي

او د هغه نه به خپل غضب لېرې کړي.

۱۹د بدکارانو په خاطر اندېښنه مه کوه

او د شر اچوونکو سره بخیلي مه کوه

۲۰ځکه چې د بدکاره انسان دپاره د راتلونکي امید نشته

او د هغوی د ژوند ډېوه مخ په مړه کېدو ده.

۲۱نو ای زما زویه! د څښتن او له پاچا څخه وېره لره

او د هغو خلکو ملګرتیا مه کوه چې له اطاعت کولو نه اوښتي دي

۲۲ځکه چې مصیبت به په دوی ناڅاپه نازل شي

او څوک پوهیږي چې هغوی به په دوی کوم ډول بلا نازله کړي؟

د حکمت د خاوندانو نورې خبرې

۲۳د حکمت خاوندانو دا خبرې هم کړې دي.

د قضاوت په وخت کې د چا طرفداري ښه کار نه دی.

۲۴هرڅوک چې مجرم ته وایي چې ته بې ګناه یې

نو قومونه به پرې لعنت ووايي او ولسونه به ترې کرکه وکړي

۲۵خو څوک چې مجرم ملامتوي

نو بری او برکت به یې په برخه شي.

۲۶څوک چې ښکاره او روښانه ځواب ورکوي

لکه رښتینی ملګری چې څوک په مخ ښکلوي.

۲۷لومړی خپل کاروبار قوي کړه

او ځمکه دې وکره

او بیا خپل کور ودان کړه.

۲۸له ثبوت پرته د بل چا په خلاف شاهدي مه ورکوه

او هېڅکله د هغه په هکله د دروغو هڅه مه کوه

۲۹او داسې مه وایه: «زما سره یې څه کړي دي

زه به همداسې ورسره وکړم او خپل بدل به ترې واخلم.»

۳۰زه د یو لټ سړي په پټي تېر شوم

او د یو ناپوهه سړي د انګورو باغ مې ولید

۳۱چې په هرځای کې یې اغزي راختلي وو

او ځمکه یې په هر ډول واښو پوښل شوې وه

او د تیږو دېوالونه یې راغورځېدلي وو.

۳۲کله چې ما دا هرڅه وکتل نو په فکر کې ډوب شوم

او څه چې ما ولیدل د هغې نه مې داسې عبرت واخیست:

۳۳که لټ سړی وایي: «نور به هم ویده شم

او لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»

۳۴نو غریبي به د داړه مار په شان په هغه راشي

او نېستي به د وسله وال غل په څېر ورباندې یرغل وکړي.