ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - دوه ویشتم فصل

شتمني او اخلاق

۱نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره ده

او عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.

۲شتمن او غریب په یو صفت کې شریک دي

ځکه چې څښتن د دواړو خالق دی.

۳ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتي

خو ساده سړی د هغې په لور روان وي او سزا به یې ویني.

۴عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږي

چې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.

۵د دروغجن انسان لار له اغزو او دامونو نه ډکه وي

خو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.

۶ماشوم په سمه لار روان کړه.

که سپین ږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.

۷شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوي

او پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.

۸څوک چې د بې انصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبي

او د کبر کاسه به یې نسکوره شي.

۹بختور دی هغه څوک چې سخاوت کوي

ځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.

۱۰ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختم شي

بحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.

۱۱څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوي

نو پاچا به هم د هغه ملګری شي.

۱۲څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتي

خو د خاینانو نقشې له منځه وړي.

۱۳لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!

که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»

۱۴د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر ده

چا ته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.

۱۵جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی وي

خو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.

۱۶څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړي

او شتمن ته تحفې ورکوي، نو اخر به نېستمن شي.

د حکمت د خاوندانو دېرش نصیحتونه

۱۷د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوه

او زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه

۱۸نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل ستا په شونډو وي

نو خوشحالي به دې په برخه شي.

۱۹نو زه همدا نن تاته تعلیم درکوم

د دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.

۲۰ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي دي

چې د علم او نصیحت نه ډک دي

۲۱ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړې

او هغه چا ته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.

د شتمنۍ په هکله نصیحتونه

۲۲د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخله

او په محکمه کې د مسکینانو حق تر پښو مه لاندې کوه

۲۳ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړي

او هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.

۲۴د غوسه ناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوه

او د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي

۲۵هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړې

او خپل ځان په دام کې ونښلوې.

۲۶د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوه

او مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.

۲۷که ته چېرته دا قرض ورنه کړې

نو د خوب کټ او بستره به درنه یوسي.

۲۸د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه

کوم چې پلار او نیکه دې پخوا ایښودلې ده.

۲۹څوک چې په خپل کار کې مهارت ولري

د پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوي

او د عامو خلکو خدمت به نه کوي.