ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - اووه ویشتم فصل

عیسی پیلاتوس ته وړل کیږي

(مرقوس ۱۵: ۱ او لوقا ۲۳: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۸: ۲۸‏ - ۳۲)

۱کله چې سهار شو، نو ټولو مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې عیسی څنګه ووژني. ۲بیا یې هغه وتړلو او روان یې کړ او د روم والي پیلاتوس ته یې وسپاره.

د یهودا ځان وژنه

(د رسولانو عملونه ۱‏: ۱۸‏ - ۱۹)

۳کله چې یهودا خاین پوه شو چې په عیسی باندې د مرګ حکم وشو، نو د خپل کار څخه پښېمانه شو او هغه د سپینو زرو دېرش سکې یې بېرته مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته راوړلې ۴او ویې ویل: «ما ګناه کړې ده چې د یو بې ګناه سړي سره مې خیانت وکړ او د هغه د مرګ سبب شوم.» خو هغوی وویل: «په مونږ یې څه؟ دا ستاسو کار دې.» ۵یهودا هغه سکې د خدای په کور کې په ځمکه وغورځولې او دباندې ووت او خپل ځان یې په دار وځړاوه. ۶خو مشرانو کاهنانو هغه پیسې راواخیستې او ویې ویل: «د خدای د کور په خزانه کې د دې پیسو اچول روا نه دي، ځکه چې دا د انسان د ژوند بیه ده.» ۷نو هغوی په خپلو کې مشوره وکړه او په هغو پیسو یې د کلال ځمکه واخیستله چې د غیریهودیانو دپاره په کې هدیره جوړه کړي. ۸نو له دې امله هغه ځمکه تر نن ورځې پورې «د وینو د پټي» په نوم یادیږي.

۹په دې ډول د ارمیا نبي هغه پېشګويي رښتیا شوه چې وایي: «هغوی د سپینو زرو دېرش سکې یعنې د هغه د سر بیه چې د اسراییلو د قوم له خوا ټاکل شوې وه، واخیستلې ۱۰او په هغو پیسو باندې یې د کلال ځمکه واخیستله، لکه څنګه چې څښتن ماته ویلي وو.»

پیلاتوس د عیسی څخه پوښتنې کوي

(مرقوس ۱۵: ۲‏ - ۵ او لوقا ۲۳‏: ۳‏ - ۵ او یوحنا ۱۸: ۳۳‏ - ۳۸)

۱۱بیا یې عیسی پیلاتوس والي ته راوست او والي ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی وویل: «ته په خپله وایې.» ۱۲خو کله چې د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا په هغه تور ولګول شو، نو هغه په ځواب کې هېڅ ونه ویل. ۱۳بیا پیلاتوس هغه ته وویل: «هغوی چې ستا په خلاف کومه شاهدي ورکوي ته یې نه اورې؟» ۱۴خو عیسی یوه خبره هم ونه کړه او والي ډېر حیران شو.

عیسی ته د مرګ سزا ورکول کیږي

(مرقوس ۱۵: ۶‏ - ۱۵ او لوقا ۲۳: ۱۳‏ - ۲۵ او یوحنا ۱۸: ۳۹ – ۱۹‏: ۱۶)

۱۵د اختر په ورځو کې دا رواج ؤ چې والي به یو بندي د خلکو په خوښه د زندان ‎څخه ازاداوه. ۱۶په هغه وخت کې د باراباس په نامه یو بدنام سړی بندي ؤ. ۱۷کله چې خلک سره راټول شول، نو پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم، باراباس یا عیسی چې مسیح ورته وایي؟» ۱۸ځکه چې هغه په دې پوهېده چې هغوی د بخیلۍ له مخې عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی.

۱۹کله چې هغه د قضاوت په چوکۍ ناست ؤ، نو ښځې یې ورته دا پیغام راولېږه: «د هغه بې ګناه سړي سره کار مه لره، ځکه پرون شپه چې ما د هغه په هکله کوم خوب ولیده، نو د هغه له امله ټوله ورځ پرېشانه وم.» ۲۰خو مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو خلک دې ته هڅول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې باراباس ورته ازاد کړي او عیسی اعدام کړي. ۲۱والي یوځل بیا هغوی ته وویل: «په دې دواړو کې تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم؟» هغوی وویل: «باراباس.» ۲۲پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا د عیسی سره چې د مسیح په نوم یادیږي څه وکړم؟» هغوی ټولو وویل: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.» ۲۳خو پیلاتوس وویل: «ولې؟ هغه څه جرم کړی دی؟» هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»

۲۴خو کله چې پیلاتوس پوه شو چې هغه هېڅ نه شي کولای او کېدای شي چې شور او غوغا جوړه شي، نو اوبه یې راواخیستې او د خلکو په مخکې یې خپل لاسونه ووینځل او ویې ویل: «زه د دې سړي د مرګ مسوول نه یم، دا ستاسو کار دی.» ۲۵ټولو خلکو ځواب ورکړ: «د دې سړي خون دې زمونږ او زمونږ د اولادونو په غاړه وي.» ۲۶نو پیلاتوس باراباس د هغوی دپاره ازاد کړ او بیا یې حکم وکړ چې عیسی دې په دورو باندې ووهل شي او په صلیب باندې دې ځوړند کړای شي.

عسکر په عیسی باندې ملنډې وهي

(مرقوس ۱۵: ۱۶‏ - ۲۰ او یوحنا ۱۹: ۲، ۳)

۲۷بیا د پیلاتوس عسکرو عیسی د والي د ماڼۍ حوېلۍ ته بوتو او ټول کنډک یې ترې راچاپېر کړ. ۲۸کالي یې ترې وویستل او سور رنګې چپنه یې ورته ورواغوستله. ۲۹بیا یې د اغزیو څخه یو تاج جوړ کړ او په سر یې ورته کېښود او په ښي لاس کې یې ورته یو لرګی ورکړ. بیا د هغه په مخکې په ګونډو شول، ملنډې یې ورباندې وهلې او ویل یې: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.» ۳۰په هغه یې لاړې ورتو کړې او لرګی یې ترې واخیست او په سر یې پرې وواهه. ۳۱کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل، نو چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه بوتو چې په صلیب یې ځوړند کړي.

عیسی په صلیب باندې مېخ کیږي

(مرقوس ۱۵: ۲۱‏ - ۳۲ او لوقا ۲۳: ۲۶‏ - ۴۳ او یوحنا ۱۹: ۱۷ - ۲۷)

۳۲هغوی روان وو چې په لاره کې د شمعون په نوم یو سړي سره چې د قیروان څخه ؤ مخامخ شول او عسکرو هغه مجبوره کړ چې د عیسی صلیب یوسي. ۳۳کله چې هغوی د جلجتا په نوم یوځای ته چې معنی یې د سر د کوپړۍ ځای دی، ورسېدل، ۳۴هلته یې عیسی ته داسې شراب چې ترخه شیان په کې ګډ شوي وو ورکړل. خو کله چې یې وڅکل، نو ویې نه غوښتل چې ویې څښي. ۳۵کله چې هغه یې په صلیب باندې مېخ کړ، نو د هغه په کالیو یې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل. ۳۶بیا هغوی کښېناستل او د هغه پهره یې کوله. ۳۷د هغه د سر دپاسه یې یوه تخته ځوړنده کړه چې د هغه جرم په کې لیکل شوی ؤ: «دا د یهودیانو پاچا عیسی دی.» ۳۸د هغه سره دوه داړه ماران هم په صلیب ځړول شوي وو، چې یو یې ښي لاس ته او بل یې چپ لاس ته. ۳۹څوک چې له هغه ځای څخه تېرېدل، نو خپل سرونه به یې خوځول او عیسی ته به یې ښکنځلې کولې ۴۰او ویل به یې: «تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې. که ته په رښتیا د خدای زوی یې، نو خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.» ۴۱همدارنګه مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او یهودي مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: ۴۲«هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی. که چېرې هغه د اسراییلو پاچا وي، نو د صلیب څخه دې راښکته شي، نو بیا به مونږ ورباندې ایمان راوړو. ۴۳هغه په خدای توکل درلود او دعوه یې کوله چې د خدای زوی یم، نو که خدای غواړي اوس دې هغه وژغوري.» ۴۴همدارنګه هغه داړه مارانو چې د هغه سره په صلیب ځړول شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.

د عیسی مړینه

(مرقوس ۱۵: ۳۳‏ - ۴۱ او لوقا ۲۳: ۴۴‏ - ۴۹ او یوحنا ۱۹: ۲۸ - ۳۰)

۴۵د غرمې د دولسو بجو نه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه. ۴۶شاوخوا درې بجې وې چې عیسی په زوره زوره چیغه ووهله: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟ یعنې ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟» ۴۷ځینو خلکو چې په هغه ځای کې ولاړ وو، دا واورېدل او ویې ویل: «هغه الیاس نبي ته نارې وهي.» ۴۸د هغوی څخه یو تن سمدلاسه منډه کړه، اسفنج یې راواخیست او په تروو شرابو کې یې لوند کړ او د لرګي په څوکه یې کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي. ۴۹خو نورو وویل: «صبر وکړئ، پرېږده وګورو چې الیاس نبي د هغه د خلاصولو دپاره راځي او که نه.» ۵۰عیسی یوځل بیا په لوړ اواز چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.

۵۱هغه وخت د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې په منځ کې دوه ټوټې شوه. زلزله شوه او د تیږو تختې وچاودلې، ۵۲قبرونه پرانیستل شول او هغه ډېر سپېڅلي خلک چې د مرګ په خوب ویده وو بیا راژوندي شول ۵۳او د خپلو قبرونو څخه راووتل او د عیسی د راژوندي کېدلو څخه وروسته د اورشلیم سپېڅلي ښار ته لاړل او ډېرو خلکو ته ښکاره شول. ۵۴کله چې هغه رومي منصبدار او د هغه عسکرو چې د عیسی پهره یې کوله، زلزله او ټولې پېښې ولیدلې، نو ډېر ووېرېدل او ویې ویل: «هغه په رښتیا د خدای زوی ؤ.»

۵۵په هغه ځای کې ډېرو ښځو چې د جلیل څخه د عیسی د خدمت دپاره راغلې وې د لېرې نه دا هرڅه لیدل. ۵۶په هغوی کې مریم مجدلیه، د یعقوب او یوسف مور مریم او د زبدي د زامنو مور وه.

د عیسی ښخول

(مرقوس ۱۵: ۴۲‏ - ۴۷ او لوقا ۲۳: ۵۰‏ - ۵۶ او یوحنا ۱۹: ۳۸‏ - ۴۲)

۵۷کله چې ماښام شو، نو یو شتمن سړی چې یوسف نومېده او د رامه د ښار څخه ؤ چې هغه هم د عیسی شاګرد شوی ؤ راغی. ۵۸هغه پیلاتوس ته ورغی او د هغه څخه یې د عیسی مړی وغوښت. نو پیلاتوس امر وکړ چې هغه ورته ورکړي. ۵۹یوسف هغه مړی یووړ او په یو سپین کفن کې یې تاو کړ ۶۰او په هغه قبر کې یې کېښود چې یوسف د خپل ځان دپاره په یو ګټ کې کیندلی ؤ. بیا یې یوه غټه تیږه د قبر خولې ته راورغړوله او لاړ. ۶۱مریم مجدلیه او هغه بله مریم دواړه قبر ته مخامخ ناستې وې.

د عیسی د قبر ساتونکي

۶۲په بله ورځ چې د سبت ورځ وه، مشران کاهنان او فریسیان پیلاتوس ته ورغلل ۶۳او ویې ویل: «ښاغلیه! مونږ ته په یاد دي هغه چلباز چې لا ژوندی ؤ ویلي یې وو چې درې ورځې وروسته به زه بیا راژوندی شم. ۶۴نو امر وکړئ چې تر درېو ورځو پورې دې د دې قبر ښه ساتنه وشي، هسې نه چې شاګردان یې راشي او د هغه مړی په غلا یوسي او خلکو ته ووایي چې هغه د مرګ څخه وروسته بیا راژوندی شوی دی او وروستنۍ غولونه به یې د لومړنۍ غولونې څخه ډېره بده وي.» ۶۵پیلاتوس هغوی ته وویل: «ساتونکي درسره واخلئ، لاړ شئ او څنګه چې کولای شئ د هغه قبر ساتنه وکړئ.» ۶۶نو هغوی لاړل او د قبر په تیږه باندې یې نښه ولګوله چې څوک یې ونه خوځوي او ساتونکي یې ورباندې ودرول چې ساتنه یې وکړي.