ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - لسم فصل

۱نو سموئیل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شائول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل: <ته څښتن د خپل قوم اسراییلو د مشر په توګه وټاکلې. ته به د هغه په خلکو پادشاهي کوې او د ټولو ګېرچاپېره دښمنانو نه به یې وژغورې. دا هغه نښه ده چې ته څښتن غوره کړی یې چې د هغه د خلکو پادشاه شې: ۲نن کله چې ته لاړ شې نو د بنیامین په سیمه یعنې په صلصح کې به د راحیل د قبر تر څنګه د دوه سړیو سره مخامخ شې. هغوی به تاته ووایي: هغه خرې چې ته د هغو د لټولو دپاره تللی وې پیدا شوې دي، اوس ستا پلار د خرو خبره پریښې ده او ستاسو دپاره اندېښنه کوي. هغه وایي: د خپل زوی په باره کې څه وکړم؟ ۳بیا به له هغه ځایه لاړ شې ترڅو هغه غټې د څېړۍ ونې ته چې په تابور کې دی ورسېږې. هلته به د دریو سړیو سره مخامخ شې چې خدای ته د عبادت کولو دپاره بیت ئیل ته روان دي. د یو سره به درې سېرلي، د بل سره درې ډوډۍ او د دریم سره به د شرابو ژی وي. ۴هغوی به تاته سلام ووایي او تاته به دوه ډوډۍ درکړي، ته باید هغه قبولې کړې. ۵وروسته له هغې به په جبعه کې د خدای د عبادت غونډۍ ته لاړ شې چې هلته د فلسطینیانو پوځي پوسته ده. د ښار په دروازه کې به ته د نبیانو له یوې ډلې سره مخامخ شې چې د غونډۍ څخه راکوزیږي. نبیان به په جذبه کې نبوت کوي او نور خلک به د هغوی په وړاندې رباب، چمبه او شپېلۍ غږوي. ۶د څښتن روح به ناڅاپه په تا باندې نازل شي او ته به په ګډه د نبیانو سره نبوت کوې. ته به هغه شان نه یې لکه څنګه چې مخکښې وې. ۷هرکله چې دې دغه نښې ولیدلې هرڅه چې ته یې ښه ګڼې هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره دی. ۸زما څخه مخکې جلجال ته لاړ شه. زه به درشم چې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړم. مګر ته باید اووه ورځې هلته انتظار وباسې ترڅو زه راشم او تاته ووایم چې څه وکړې.>

۹څنګه چې شائول د سموئیل څخه رخصت شو، خدای د شائول شخصیت بدل کړ. هغه ټولې نښې په هماغه ورځ پوره شوې. ۱۰کله چې شائول او د هغه نوکر جبعې ته ورسېدل، شائول د نبیانو د یوې ډلې سره مخامخ شو. د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او د هغوی سره یې یوځای په نبوت پیل وکړ. ۱۱هغو خلکو چې هغه یې له پخوا څخه پېژانده ویې لیدل چې هغه نبوت کوي. یو د بل څخه یې پوښتنه وکړه: <د قیس په زوی شائول باندې څه وشول؟ آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟> ۱۲د هغه ځای یو اوسېدونکي پوښتنه وکړه: <د دې نورو نبیانو په هکله څه وایئ، ستاسو په فکر د هغوی پلرونه څوک دي؟> نو دا یو متل شو: <آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟> ۱۳وروسته له دې چې شائول نبوت پای ته ورساوه هغه د عبادت ځای ته وخوت.

۱۴څه موده وروسته چې د شائول کاکا هغه او د هغه نوکر ولیدل د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <تاسو چېرې وئ؟>

شائول ځواب ورکړ: <خرې مو لټولې خو چې کله هغه مو پیدا نه کړې، نو سموئیل ته ورغلو.>

۱۵د شائول کاکا پوښتنه وکړه: <هغه تاسو ته څه وویل؟> ۱۶شائول ځواب ورکړ: <سموئیل مونږ ډاډه کړو چې خرې پیدا شوې دي.> مګر شائول هغه څه چې سموئیل د ده د پادشاه کېدو په اړه ویلي وو خپل کاکا ته څه ونه ویل.

شائول د پادشاه په توګه غوره کیږي

۱۷سموئیل د اسراییلو قوم په مصفې کې د څښتن حضور ته راغونډ کړ ۱۸او ورته ویې ویل: <د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او تاسو مې د مصریانو او د ټولو هغو قومونو څخه وژغورلئ چې په تاسو باندې یې ظلم کاوه. ۱۹مګر تاسو نن خپل خدای چې تاسو یې د ټولو مصیبتونو او سختیو څخه ژغورلي یاست، ردوئ او ورته وایئ چې مونږ ته پادشاه راکړه چې په مونږ باندې حکومت وکړي. ډېر ښه، نو اوس د خپلو قبیلو او خېلونو سره د څښتن په مخکې حاضر شئ.>

۲۰کله چې سموئیل د اسراییلو ټولې قبیلې د څښتن حضور ته راټولې کړې، د بنیامین قبیله یې د پچې په ذریعه غوره کړه. ۲۱بیا هغه د بنیامین قبیله د هغې د خېلونو سره وړاندې راوستله او د مطري خېل وټاکل شو. په پای کې د قیس زوی شائول غوره کړای شو، خو کله چې هغوی شائول ولټاوه هغه پیدا نه شو. ۲۲هغوی د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا هغه سړی تر اوسه دلته راغلی دی؟>

څښتن وویل: <هو، هغه خپل ځان د بارونو په منځ کې پټ کړی دی.>

۲۳نو دوی په منډه لاړل، هغه یې راوست او څنګه چې هغه د خلکو په منځ کې ودرېد نو قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ. ۲۴سموئیل ټول قوم ته وویل: <دا هغه سړی دی چې څښتن غوره کړی دی، زمونږ په منځ کې د هغه په شان هیڅوک نشته.>

خلکو چیغې کړې: <ژوندی دې وي پادشاه!>

۲۵سموئیل قوم ته د پادشاهۍ حقوق او فرایض بیان کړل. هغه یې په سند کې ولیکل او سند یې د عبادت په ځای کې کېښود. وروسته یې هر یو خپل کور ته رخصت کړ. ۲۶شائول هم خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ لاړ او د هغه سره ځینې زړور سړي چې خدای د هغوی زړونه بدل کړي وو لاړل. ۲۷مګر ځینو بېکاره خلکو وویل: <دغه سړی به څنګه مونږ وژغوري؟> هغوی شائول ته په سپکه سترګه وکتل او هغه ته یې سوغاتونه رانه وړل، مګر شائول غلی پاتې شو.