يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اتلسم باب

د بِلداد وېنا

۱بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو، ۲”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو. ۳مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟ ۴تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟ ۵په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى. ۶د هغوئ په خېمه کښې رڼا په تيارۀ بدله شوې ده، او د هغوئ دپاسه ډيوه مړه کړے شوې ده. ۷د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى. ۸ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى. ۹د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى. ۱۰يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے. ۱۱هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى. ۱۲د هغوئ طاقت د لوږې په وجه ختم شوے دے، او تباهى د هغوئ د غلطۍ په انتظار کښې ده. ۱۳بيمارى د هغوئ څرمن خورى، او مرګ د هغوئ اندامونه خورى. ۱۴چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى. ۱۵د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے. ۱۶د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى. ۱۷د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى. ۱۸هغوئ د رڼا نه تيارې ته ديکه کړے شوى دى، او د دُنيا نه شړلے شوى دى. ۱۹د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے. ۲۰د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى. ۲۱دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“