ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او لسم زبور

څښتن او د هغه غوره شوی پاچا

(د داود زبور)

۱څښتن وویل زما بادار ته:

«کښېنه زما ښي لاس ته

ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»

۲ستا پاچاهي به کړي پراخه له صهیونه څښتن

ته به حکومت کوې په خپلو دښمنانو باندې

۳په هغه ورځ چې کوې جنګ له دښمنانو سره

په خپله خوښه به ستا خلک راشي

سهار وختي لکه د پرخې په شان

ستا ځوانان به تاته راشي سپېڅلو غرو ته

۴څښتن قسم خوړلی

مات به نه شي هېڅ وخت

چې تر ابده به ته یې کاهن

د ملک صدق د کاهنۍ په شان

۵څښتن ولاړ دی ستا ښي لاس ته

کله چې شي هغه په قهر نو پاچاهان به کړي مات

۶محاکمه به کړي قومونه هغه

او د جنګ میدان به کړي له مړو نه ډک

هغه به ورکړي ماتې د دنیا ټولو پاچاهانو ته

۷هغه به وڅښي اوبه هغې ویالې نه چې په لاره کې ده

شي به قوي، هغه کامیاب به ګرځي