ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - اوولسم فصل

د یهودا پاچا یهوشافاط

۱یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ. ۲هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي پوستې ځای په ځای کړې.

۳څښتن د یهوشافاط سره مل ؤ، په دې خاطر چې یهوشافاط د خپل نیکه داود هغه لاره غوره کړې وه چې هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپله کړې وه. هغه د بعل عبادت ونه کړ، ۴بلکې هغه د خپل پلار د خدای عبادت کاوه، د هغه حکمونه یې منل او د اسراییلو د پاچاهانو غلطه لاره یې غوره نه کړه. ۵نو څښتن هغه ته د یهودا په پاچاهۍ باندې ټینګ واک ورکړی ؤ. د یهودا ټولو خلکو یهوشافاط ته سوغاتونه راوړل او هغه ډېر شتمن او عزتمن شو. ۶یهوشافاطپه پوره توګه څښتن ته وفادار پاتې شو. برسېره پردې هغه په یهودا کې سیمه ییز عبادتځایونه او د اشیره بتان له منځه یووړل.

۷هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال د یهودا ښارونو ته د زده کړې دپاره دا لاندې مامورین ولېږل: بنحاییل، عوبدیا، زکریا، نتنییل او میکایا. ۸د هغوی سره نهه لاویان او دوه کاهنان لاړل. لاویان دا وو: شمعیه، نتنیا، زبدیا، عساهیل، شمیراموت، یهوناتان، ادونیا، طوبیا او طوب ادونیا. کاهنان دا وو: الیشمع او یهورام. ۹هغوی د څښتن د تورات کتاب واخیست او د یهودا په ټولو ښارونو کې ګرځېدل او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.

۱۰د یهودا په شاوخوا پاچاهیو باندې د څښتن وېره راغله، نو د هغوی څخه هېچا په یهوشافاط باندې حمله ونه کړه. ۱۱ځینو فلسطینیانو د باج په توګه هغه ته سپین زر او نور سوغاتونه راوړل. عربانو هغه ته اووه زره اووه سوه پسونه او په همدې شمېر وزان راوړل.

۱۲نو یهوشافاط نور هم د قدرت خاوند شو. هغه په یهودا کې کلاګانې او د ګودامونو دپاره ښارونه ودان کړل ۱۳چې هغه په کې په لوی شمېر ذخیرې ساتلې وې. هغه په اورشلیم کې یو شمېر زړور او تکړه عسکر هم وساتل چې ۱۴د خپلو طایفو له مخې راغونډ شوي وو. د یهودا د طایفو څخه: ادنه د زر کسیزو ډلو لومړنی قوماندان ؤ او درې لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو. ۱۵یهوحانان دوهم قوماندان ؤ او دوه سوه اتیا زره عسکر یې د قوماندې لاندې وو. ۱۶د زکري زوی عمسیا چې په خپله خوښه د څښتن خدمت کاوه، هغه درېم قوماندان ؤ او دوه لکه عسکر یې تر لاس لاندې وو. ۱۷د بنیامین د طایفو څخه: لومړنی قوماندان یې الیاداع، یو زړور جنګیالی ؤ. دوه لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو چې ټولو سره لیندې او سپرونه وو. ۱۸دوهم قوماندان یې یهوزاباد ؤ او یو لکو اتیا زره تنه وسله وال عسکر یې د قوماندې لاندې وو.

۱۹دغو عسکرو په اورشلیم کې د پاچا خدمت کاوه او برسیره پردې پاچا په ټوله سیمه کې نور عسکر هم درلودل چې د یهودا په قوي شویو ښارونو کې یې ځای په ځای کړي وو.