ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم څلوېښتم زبور

د یو ځورېدونکي د ګناه اقرار

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)

۱ما د ځانه سره وویل: «څه چې کړمه

په هغه کې به احتیاط کړم

خپله ژبه به پرېنږدم چې ګناه راباندې وکړي

د بدکارانو خلکو مخکې به زه هېڅ نه وایم»

۲هېڅ خبره مې ونه کړه زه خاموش پاتې شوم

زه وم خاموش حتی د ښو شیانو ذکر مې هم نه کولو

خو پرېشاني مې نوره هم زیاته شوه

۳زړګی مې ډک د پرېشانۍ ځینې شو

څومره ژور فکر چې ما به کاوه

راباندې اور لګېده

ترڅو اخر مې وویل:

۴«زه به ترڅو یمه ژوندی څښتنه

او زه به کله مرمه؟

راته ووایه چې ژوند به زما څنګه زر شي ختم!»

۵تا زما د ژوند نه مازدیګر د ژمي جوړ کړ

نه دی هېڅ شی ستا نظر کې زما ژوندون

ژوند د انسان دی په رښتیا لکه پوکي په شان

۶په رښتیا د انسان ژوند لکه سیوری پناه کیږي

په رښتیا چې دی زحمت وباسي هغه بېځایه دی ټول

راټولوي دولت خو نه پوهیږي چاته پاتې کیږي به ترې

۷نو ای څښتنه، بیا د څه امید کولای شمه؟

دی توکل زما په تا

۸خپلو ټولو ګناهونو نه مې خلاص کړه

کم عقلان مه پرېږده خندا وکړي په ما پورې

۹زه وم خاموش او هېڅ مې نه ویله

ځکه چې تا راباندې دارنګه عذاب راوستلی

۱۰نور مې مه ځوروه ډېر دې ځورولی یمه

زه ستا په وهلو باندې ډېر ضعیفه شوی یمه

۱۱په سبب زمونږ د خپلو ګناهونو

راکوې سزا ته مونږ ته په رټلو

هغه څه چې خوښوو مونږ

هغه ته بربادوې لکه حشرې په شان

په رښتیا چې مونږ پوکی یو بل څه نه یو

۱۲ای څښتنه، ته دعا واوره زما

غوږ دې ونیسه فریاد ته ته زما

هغه وخت چې زه ژړا کړم نو کومک لره مې راشه

زه د څو شېبو دپاره ستا مېلمه یم

لکه څنګه چې نیکونه وو زما

۱۳مخکې له دې نه چې زه مړ شم او نور پاتې نه شم

یوازې پرېږده ما ترڅو چې لږ خوشحاله شمه