ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شلم زبور

د دروغجنو خلکو څخه د خلاصون دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ما د سختۍ په وخت کې وکړ فریاد څښتن ته

او هغه قبوله کړه دعا زما

۲ما له دروغجنو او مکارو خلکو

وساته ای څښتنه

۳ای مکارو خلکو، خدای به څه کوي له تاسو سره؟

تاسو ته څرنګه سزا به درکړي؟

۴په تېرو غشو د عسکرو به سزا درکړي

او په سرو سکروټو باندې

۵افسوس دې وي په ما

چې زه اوسېږمه په ماشک کې

د مسافر په شان

او هم اوسېږم د قیدار خېمو کې

لکه پردي په شان

۶د هغو خلکو سره زه زیات اوسېدلی یمه

څوک چې نفرت کوي له سولې څخه

۷زه غواړم سوله

خو چې زه کوم خبرې د سولې

هغوی جنګ غواړي