ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - دوه ویشتم فصل

۱پولوس هغوی ته وویل: «ای زما یهودي ورونو او پلرونو! زه چې اوس تاسو ته د خپل ځان څخه د دفاع دپاره څه وایم، ورته غوږ ونیسئ.» ۲کله چې هغوی واورېدل پولوس په عبراني ژبه خبرې کوي، نو هغوی نور هم غلي شول. بیا پولوس وویل: ۳«زه یهودي یم او د قیلیقیې په ترسوس کې پیدا شوی یم، خو دلته په اورشلیم کې لوی شوی یم او د غمالاییل شاګرد وم. د هغه څخه مې په ډېرې سختې طریقې سره زده کړل چې څنګه د خپلو نیکونو د شریعت څخه پیروي وکړم او په غیرت او شوق سره مې د خدای خدمت وکړ لکه څنګه چې تاسو یې کوئ. ۴ما د مرګ تر حده د څښتن عیسی مسیح د لارې پیروان ځورول. ښځې او نران دواړه به مې نیول او په زندان کې به مې اچول. ۵لوی کاهن او د یهودیانو د شورا ټول غړي کولای شي شاهدي ورکړي چې زه رښتیا وایم. هغوی ماته په دمشق کې د یهودي ورونو دپاره رسمي لیکونه راکړي وو. نو زه دمشق ته لاړم چې هغه خلک لاس تړلي اورشلیم ته راولم چې سزا ورته ورکړل شي.

۶کله چې زه په سفر روان وم او دمشق ته نژدې شوم او د غرمې وخت نژدې ؤ، نو ناڅاپه د اسمان څخه یوه لویه رڼا زما شاوخوا وځلېدله. ۷زه په ځمکه راولوېدم او یو اواز مې واورېد چې ویل یې: ‹شاووله، شاووله! ته ولې ما ځوروې؟› ۸ما پوښتنه وکړه: ‹ای څښتنه، ته څوک یې؟› هغه ځواب راکړ: ‹زه ناصري عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.› ۹زما ملګرو رڼا ولیدله، خو چا چې زما سره خبرې کولې د هغه اواز یې نه اورېدلو. ۱۰ما پوښتنه وکړه: ‹څښتنه، زه څه وکړم؟› څښتن راته وویل: ‹پاڅېږه او دمشق ته لاړ شه. کله چې هلته ورسېدلې، نو په هغه ځای کې به د هغو ټولو کارونو په هکله چې ستا دپاره ټاکل شوي دي، درته وویل شي.› ۱۱زه د هغې سختې رڼا له لاسه ړوند شوی وم، نو ملګرو مې له لاسه ونیولم او دمشق ته یې بوتلم.

۱۲په هغه ښار کې یو سړی اوسېده چې حنانیا نومېده چې یو پرهېزګاره او په شریعت باندې ټینګ ولاړ ؤ او د هغه ځای ټولو یهودیانو د هغه ډېر درناوی کاوه. ۱۳هغه راغی، زما په څنګ کې ودرېده او ویې ویل: ‹ای شاووله وروره، سترګې وغړوه.› په هماغه شېبه زه بینا شوم او هغه مې ولیده. ۱۴هغه وویل: ‹زمونږ د نیکونو خدای ته د دې دپاره غوره کړی یې چې د هغه رضا وپېژنې، د هغه نېک خدمتګار ووینې او د هغه اواز د هغه د خپلې خولې څخه واورې. ۱۵ځکه چې ته به د ټولو خلکو دپاره د هغه شاهد اوسې او څه چې دې لیدلي او اورېدلي دي، د هغو شاهدي به ورکوې. ۱۶اوس څه شي ته انتظار کوې؟ پاڅېږه، د تعمید غسل واخله او څښتن ته دعا وکړه چې ګناهونه دې وبخښل شي.›

۱۷کله چې زه بېرته اورشلیم ته راغلم او د خدای په کور کې مې دعا کوله، نو رویا مې ولیدله. ۱۸په دې رویا کې مې څښتن ولیده چې راته ویل یې: ‹زر شه او سمدلاسه د اورشلیم څخه لاړ شه، ځکه چې د دې ښار خلک به زما په هکله ستا شاهدي ونه مني.› ۱۹ما وویل: ‹څښتنه، هغوی په دې ښه پوهیږي چې زه هغه سړی یم چې ستا ایمانداران به مې زندان ته اچول او په هرې کنیسې کې به مې وهل. ۲۰کله چې ستا شاهد استیفان ووژل شو، نو زه هلته ولاړ وم او په دې کار کې ورسره زما رضا وه او د هغه د قاتلانو د چپنو ساتنه مې کوله.› ۲۱نو څښتن راته وویل: ‹لاړ شه، ځکه چې زه تا د لېرې ځایونو غیریهودیانو ته لېږم.›»

پولوس رسول او رومي قوماندان

۲۲خلکو تر دې ځای پورې د پولوس خبرو ته غوږ ونیوه، خو هغوی چیغې پیل کړې: «داسې سړی د دې نړۍ څخه ورک کړئ! هغه د دې لایق نه دی چې ژوندی پاتې شي.» ۲۳هغوی چیغې وهلې، خپل څادرونه یې له ځمکې وهل او خاورې یې پورته بادولې. ۲۴رومي قوماندان امر وکړ چې پولوس دننه نظامي قلعه ته بوځئ او په دورو یې ووهئ او پوښتنه ترې وکړئ، ترڅو دا معلومه شي چې خلک ولې د هغه په خلاف داسې چیغې وهي. ۲۵خو کله چې هغوی پولوس وتړلو چې په دورو یې ووهي، نو پولوس د هغه منصبدار څخه چې په هغه ځای کې ولاړ ؤ، پوښتنه وکړه: «ایا تاسو ته قانون دا اجازه درکوي چې یو رومي سړی چې جرم هم ورباندې ثابت شوی نه وي، ووهئ؟» ۲۶کله چې هغه منصبدار دا خبره واورېدله، نو قوماندان ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ته پوهېږې چې څه کوې؟ دا سړی خو رومي دی.» ۲۷نو قوماندان پولوس ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «ماته ووایه چې ته رومي یې؟» پولوس ځواب ورکړ: «هو.» ۲۸قوماندان وویل: «ما په ډېره لوړه بیه دا تابعیت حاصل کړی دی.» پولوس ورته وویل: «خو زه رومي یم، ځکه چې مور او پلار مې رومیان دي.» ۲۹نو کومو عسکرو چې غوښتل د پولوس څخه پوښتنې وکړي، هغه یې زر پرېښود او قوماندان هم ووېرېده، ځکه هغه پوه شو چې پولوس یو رومي سړی دی او د هغه په امر تړل شوی ؤ.

پولوس د شورا په مخکې

۳۰په بله ورځ قوماندان وغوښتل په دې پوه شي چې په کوم معقول دلیل یهودیان په پولوس تور لګوي، نو پولوس یې ازاد کړ او مشرانو کاهنانو او ټولې شورا ته یې امر وکړ چې سره راټول شي. بیا هغه پولوس راوست او د هغوی په مخکې یې ودراوه.