ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - شپږم فصل

د انسان نور بد عملونه

۱ای زما زویه! که د چا ضمانت دې په غاړه اخیستی وي

یا دې د پردي سړي په قرض کې چا ته لاس ورکړی وي

۲نو د خپلې ژبې د خبرې له امله په دام کې رانیول شوی یې

او د خپلې خولې د خبرو په لومه کې نښتی یې.

۳نو ای زما زویه! بیا داسې وکړه چې ځان ترې وژغوره

ځکه چې ته د هغه سړي په لاسونو کې لوېدلی یې:

هغه ته په ډېره عاجزۍ ورشه او عذر زاري ورته وکړه.

۴مه ویده کېږه

او یوه شېبه هم ارام مه کوه.

۵لکه د هوسۍ په شان ځان د ښکاري له منګولو وژغوره

او د مرغۍ په څېر ځان د دام لرونکي له لاسه خلاص کړه.

۶ای لټ سړیه! د مېږي له ژوند نه عبرت واخله

د هغه په لارو چارو غور وکړه او حکمت پیدا کړه!

۷میږی نه کوم قوماندان لري

او نه کوم مشر او نه کوم آمر لري

۸خو د لو په وخت کې خپل خواړه راټولوي

او په اوړي کې ځان ته خوراک ذخیره کوي.

۹نو ته لټ به ترڅو پورې پروت یې

او کله به له خوبه راپاڅېږې؟

۱۰که ته وایې: «نور به هم ویده شم

او لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»

۱۱نو غریبي به د داړه مار په شان په تا راشي

او نېستي به د وسله وال غل په څېر درباندې یرغل وکړي.

۱۲شر اچوونکی انسان بېکاره او بېځایه ګرځي

او په خوله کږې وږې خبرې کوي.

۱۳هغه سترګې وهي

او بېځایه پښې دربوي

او په ګوتو اشارې کوي.

۱۴په خپل زړه کې تل بدې نقشې جوړوي

او جنګ او جګړې ته لمن وهي.

۱۵نو ځکه به سمدلاسه لوی مصیبت پرې نازل شي

او ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي چې د جوړېدو به نه وي.

۱۶شپږ شیان دي چې څښتن ترې نفرت کوي

او اووه شیان دي چې د هغه په نظر د کرکې وړ دي:

۱۷کبرجنې سترګې او دروغجنه ژبه

او هغه لاسونه چې بې ګناه وینه تویوي

۱۸هغه زړه چې بدې نقشې جوړوي

او هغه پښې چې د بدۍ په لور په بیړه منډې وهي

۱۹هغه دروغجن شاهد چې تل دروغ بادوي

او هغه څوک چې د ورونو ترمنځ جګړو ته لمن وهي.

د زنا په خلاف نصیحت

۲۰نو ای زما زویه! د خپل پلار په حکم عمل وکړه

او د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه.

۲۱د هغوی خبرې تل په خپل زړه کې یاد ساته

او د هار په شان یې په خپله غاړه کې ګرځوه.

۲۲کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کوي

کله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوي

او کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.

۲۳ځکه حکم یې ډېوه او روزنه یې رڼا ده

نصیحت او سختې خبرې یې د ژوندون لار ده

۲۴ترڅو تا د بدلمنې ښځې نه وساتي

له هغې ښځې نه چې نرمه ژبه لري.

۲۵په زړه کې د هغې د ښایست شوق مه کوه

او هغه مه پرېږده چې په سترګې وهلو دې د ځان غلام کړي

۲۶ځکه بدلمنه ښځه د یوې ډوډۍ په بیه اخیستل کیږي

خو د بل چا ښځه به دې قیمتي ژوند ښکار کړي.

۲۷څوک په خپل لمن کې بل شوی اور وړلی شي

او کالي یې ونه سوځیږي

۲۸او یا څوک په سرو سکروټو ګرځېدلی شي

چې پښې یې په اور تڼاکې نه شي؟

۲۹نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څملي

هرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې سزا به پاتې نه شي.

۳۰څوک چې د نس د مړېدو په خاطر غلا کوي

نو خلک هغه غل ته په سپکه سترګه نه ګوري

۳۱خو که ونیول شي نو اووه چنده بیه به ورکوي

او په بدل کې به یې د خپل کور ټوله شتمني خرڅوي.

۳۲څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دی

څوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.

۳۳هغه به له رسوایۍ او وهلو څخه خلاص نه شي

او بې عزتي به ترې لېرې نه شي.

۳۴نو کینه او غیرت به یې په مېړه اور بل کړي

او زړه به یې په بدل اخیستلو کې هېڅکله ونه سوځیږي.

۳۵هغه به د دې په بدل کې هېڅ ډول قرباني قبوله نه کړي

او هرڅه چې ورکړې وبه یې نه مني.