ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - دیارلسم فصل

عیسی د خپلو شاګردانو پښې وینځي

۱د فسحې د اختر نه یوه ورځ مخکې ؤ چې عیسی په دې پوه شو چې هغه وخت راورسېد چې د دې نړۍ نه لاړ شي او پلار ته ورشي. هغه د خپلو پیروانو سره چې د دې نړۍ سره یې تړاو درلود، مینه کوله او تر اخره پورې یې د هغوی سره مینه وکړه. ۲د ماښام د ډوډۍ وخت ؤ او شیطان له مخکې نه د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په زړه کې دا فکر اچولی ؤ چې د عیسی سره خیانت وکړي. ۳عیسی په دې پوهېده چې پلار ورته د ټولو شیانو اختیار ورکړی دی او هغه د خدای له خوا راغلی دی او بېرته خدای ته ورځي. ۴نو هغه د ډوډۍ نه راپاڅېده، خپله چپنه یې لېرې کړله او یو دستمال یې راواخیست او د خپلې ملا نه یې راتاو کړ. ۵بیا یې په لګن کې اوبه واچولې او د خپلو شاګردانو د پښو په وینځلو یې پیل وکړ او هغه یې په هغه دستمال باندې چې د خپلې ملا نه یې تاو کړی ؤ، وچې کړې. ۶هغه شمعون پطروس ته ورغی نو پطروس هغه ته وویل: «ای څښتنه، ایا ته غواړې چې زما پښې ووینځې؟» ۷عیسی په ځواب کې وویل: «ته اوس نه پوهېږې چې زه څه کوم، خو وروسته به پوه شې.» ۸پطروس ورته وویل: «ته به هېڅکله هم زما پښې نه وینځې.» عیسی وویل: «که زه ستا پښې ونه وینځم، نو ته به نور زما سره ملګرتیا ونه لرې.» ۹شمعون پطروس وویل: «بیا نو څښتنه، یوازې پښې مې نه بلکې لاسونه او سر مې هم ووینځه.» ۱۰عیسی ورته وویل: «چا چې ځان وینځلی وي نو هغه بیخي پاک وي او وینځلو ته اړتیا نه لري، یوازې پښې یې باید ووینځل شي. تاسو ټول پاک یئ، خو په تاسو کې یو کس پاک نه دی.» ۱۱ځکه چې عیسی ته معلومه وه چې څوک به ورسره خیانت کوي، نو ځکه یې وویل: «تاسو ټول پاک یئ پرته د یو کس نه.»

۱۲کله چې عیسی د هغوی پښې ووینځلې، نو خپله چپنه یې بېرته واغوستله او بېرته دسترخوان ته کښېناست او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «ما چې ستاسو دپاره څه وکړل ایا تاسو د هغې په معنی باندې پوه شوئ؟ ۱۳تاسو ماته استاذ او بادار وایئ او تاسو ښه کوئ چې داسې وایئ، ځکه چې زه همداسې یم. ۱۴که چېرې ما چې ستاسو بادار او استاذ یم ستاسو پښې ووینځلې، نو تاسو هم باید د یو بل پښې ووینځئ. ۱۵ما تاسو ته یو مثال درکړ، ترڅو تاسو د یو بل سره همداسې وکړئ لکه څنګه چې ما ستاسو دپاره وکړل. ۱۶په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ یو نوکر د خپل بادار څخه لوی نه دی او هېڅ یو استازی د خپل رالېږونکي څخه لوی نه دی. ۱۷اوس چې تاسو په دې شیانو باندې پوه شوئ، نو که عمل ورباندې وکړئ، نو تاسو بختور یئ.

۱۸زه ستاسو ټولو په هکله خبرې نه کوم، کوم خلک چې ما غوره کړي دي زه هغوی پېژنم. خو د خدای د کلام دا وینا باید رښتیا شي چې وایي: ‹هغه چا چې زما سره یې ډوډۍ خوړله زما په ضد راپورته شو.› ۱۹اوس زه تاسو ته د هغې پېښې د رامنځته کېدلو نه مخکې وایم، د دې دپاره کله چې هغه پېښه وشي، نو تاسو به په دې ایمان راوړئ چې زه هماغه یم. ۲۰په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې هغه کس قبول کړي چې زه یې لېږم، نو زه یې قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی چې زه یې رالېږلی یم.»

د یهودا د خیانت په هکله د عیسی پېشګویي

(متي ۲۶‏: ۲۰‏ - ۲۵ او مرقوس ۱۴‏: ۱۷‏ - ۲۱ او لوقا ۲۲: ۲۱‏ - ۲۳)

۲۱کله چې عیسی دا خبرې وکړې، نو د هغه روح ناارامه شو او په ښکاره یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.» ۲۲شاګردانو یو بل ته وکتل او شکمن شول چې هغه د چا په هکله خبرې کوي. ۲۳په شاګردانو کې یو یې چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ د هغه په څنګ کې ناست ؤ. ۲۴شمعون پطروس هغه شاګرد ته اشاره وکړه او ورته ویې ویل: «د عیسی نه پوښتنه وکړه چې هغه د چا په هکله خبرې کوي.» ۲۵نو هغه شاګرد عیسی ته ورنژدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه، هغه څوک دی؟» ۲۶عیسی ځواب ورکړ: «دا هغه سړی دی چې زه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمدوم او ورته یې ورکوم.» نو هغه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمده کړه او د شمعون اسخریوتي زوی یهودا ته یې ورکړه. ۲۷څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله، نو شیطان یې وجود ته ورننوت. عیسی ورته وویل: «هرڅه چې کوې زر یې وکړه.» ۲۸کوم خلک چې ډوډۍ ته ناست وو د هغوی څخه هېڅوک پوه نه شو چې د دې خبرې نه د هغه مقصد څه ؤ. ۲۹څرنګه چې یهودا سره د پیسو ساتلو کڅوړه وه، نو ځینو شاګردانو دا ګومان وکړ چې عیسی هغه ته وویل چې لاړ شي او د اختر دپاره چې کوم څه په کار دي واخلي او یا غریبانو ته کوم څه ورکړي. ۳۰څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله نو سمدلاسه دباندې ووت. دا شپه وه.

نوی حکم

۳۱کله چې یهودا لاړ، نو عیسی وویل: «اوس به د خدای زوی جلال ومومي او د هغه په وسیله به خدای جلال مومي. ۳۲څرنګه چې خدای د هغه په وسیله جلال مومي نو خدای به په خپله هم هغه ته جلال ورکړي او ډېر زر به ورته جلال ورکړي. ۳۳زما بچیانو! زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم. بیا به ما پسې ګرځئ او پیدا کولای به مې نه شئ او لکه څنګه چې مې یهودي مشرانو ته وویل، اوس یې تاسو ته هم وایم، زه چې چېرته ځم هلته تاسو نه شئ تللی. ۳۴زه تاسو ته نوی حکم درکوم: د یو بل سره مینه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده، نو تاسو هم باید د یو بل سره مینه وکړئ. ۳۵که تاسو یو د بل سره مینه ولرئ، نو بیا به ټول په دې پوه شي چې تاسو زما شاګردان یئ.»

د پطروس د منکرېدلو په هکله د عیسی پېشګویي

۳۶شمعون پطروس د هغه نه پوښتنه وکړه: «استاذه، ته چېرته ځې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه چې کوم ځای ته ځم ته اوس هلته ما پسې نه شې راتللی، خو وروسته به راشې.» ۳۷پطروس وویل: «استاذه، اوس درپسې ولې نه شم درتلی؟ زه دې ته حاضر یم چې ستا په خاطر خپل ځان قربان کړم.» ۳۸عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته حاضر یې چې زما په خاطر خپل ځان قربان کړې؟ په یقین سره زه تاته دا وایم چې د چرګ د اذان نه مخکې به درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»