ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - څلورویشتم فصل

د څراغونو ساتنه کول

(هجرت ۲۷: ۲۰ - ۲۱)

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د هغو څراغونو دپاره چې په مقدسه خېمه کې دي د زیتونو سوچه تېل راوړئ، ترڅو هغه په منظمه توګه بل وساتل شي. ۳هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې د پردې څخه بیرون د لوظ د صندوق په مخ کې چې په ډېر مقدس ځای کې دی بل وساتي. دا حکم دې د تل دپاره مراعت شي. ۴هارون باید په هغو څراغونو باندې پام وکړي چې د سوچه سرو زرو په څراغدان باندې دي او وګوري چې هغه په منظمه توګه د څښتن په حضور کې بل وي.

هغه ډوډۍ چې خدای پاک ته وړاندې کیږي

۵څلورویشت کیلوګرامه ښه اوړه واخله او دولس ډوډۍ ورڅخه پخې کړه. ۶دا ډوډۍ په دوه قطارونو کې چې په هر قطار کې شپږ ډوډۍ وي، په هغه مېز باندې کېږده چې په سوچه سرو زرو پوښل شوی دی او د څښتن په حضور کې دی. ۷په هر قطار باندې لږه سوچه خوشبویي واچوه چې دا خوشبویي به څښتن خدای ته په اور باندې د تیارېدونکې نذرانې د یوې نښې په شان وي چې د ډوډۍ په ځای وړاندې کیږي. ۸دا ډوډۍ دې په هر سبت کې د څښتن په حضور کې کېښودل شي. دا د همېش دپاره د اسراییلو وظیفه ده. ۹دا ډوډۍ د هارون او د هغه د اولادې ده. هغوی دې هغه په یو مقدس ځای کې وخوري، ځکه چې دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.>

د کفر ویلو او د قتل دپاره سزاګانې

۱۰‏-۱۱داسې وشو چې یو سړی ؤ چې پلار یې مصری او مور یې اسراییلۍ وه چې شلومیت نومېدله، هغه د دبري لور وه چې د دان د قبیلې څخه ؤ. دغه سړي په کمپ کې د یو اسراییلي سره شخړه وکړه. د شخړې په وخت کې هغه څښتن ته ښکنځلې وکړې، نو هغوی دا سړی حضرت موسیٰ ته راوست. ۱۲هغه یې تر څارنې لاندې وساته او څښتن ته یې انتظار کاوه چې دوی ته ووایي چې د هغه سره څه وکړي.

۱۳بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۴<کفر ویونکی د کمپ څخه بیرون وباسه. هرچا چې د هغه ښکنځلې چې څښتن ته یې کړې دي اورېدلې وي، خپل لاسونه دې د هغه په سر باندې کېږدي او ټول قوم دې هغه سنګسار کړي. ۱۵اسراییلیانو ته ووایه: که چېرې څوک خدای ته ښکنځلې وکړي، نو هغه به د خپلو بدو سزا وویني. ۱۶هرڅوک چې د څښتن په نوم کفر ووایي باید ووژل شي. ټول قوم باید هغه سنګسار کړي. که هغه یو بېګانه نفر وي یا اسراییلی وي، کله چې هغه د خدای په نوم کفر ووایي باید ووژل شي.

۱۷هرڅوک چې قتل وکړي باید ووژل شي ۱۸او هرڅوک چې د بل چا حیوان ووژني باید تاوان یې ورکړي. قانون دا دی چې د ژوند په بدل کې ژوند واخیستل شي.

۱۹که چېرې یو څوک یو بل نفر ټپي کړي، هرڅه چې هغه کړي وي هماغه شان عمل به ورسره کیږي. ۲۰که چېرې تاسو د چا یو هډوکی مات کړئ، ستاسو یو هډوکی به مات شي. که چېرې تاسو د چا یوه سترګه وباسئ، ستاسو یوه سترګه به وویستل شي. که چېرې تاسو د چا یو غاښ مات کړئ، ستاسو یو غاښ به مات شي. څنګه چې تاسو یو بل نفر ټپي کړئ، ستاسو سره به په بدل کې هماغه شان کار کیږي. ۲۱هرڅوک چې یو حیوان ووژني تاوان به یې ورکوي، مګر څوک چې یو انسان ووژني، هغه به ووژل شي. ۲۲دا قانون په تاسو ټولو باندې عملي کیږي، یعنې په اسراییلیانو او په هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.>

۲۳کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته دا خبرې وکړې، هغوی دا سړی له کمپ څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. په دې ډول د اسراییلو قوم هغه څه وکړل چې څښتن یې په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.