ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اِستَر - نهم فصل

یهودیان او د خپلو دښمنانو له منځه وړل

۱د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې لومړی شاهي فرمان باید عملي شي راورسېدله، په دې ورځ د یهودیانو دښمنان په دې هیله وو چې په هغوی باندې بریالي شي. خو د دې په ځای، یهودیانو په هغوی باندې بری وموند. ۲یهودیان د خشایار شاه د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو په ټولو ښارونو کې سره راغونډ شول چې په هغو خلکو باندې برید وکړي چې غواړي دوی ته زیان ورسوي. هېچا نه شو کولای چې د هغوی په وړاندې ودریږي، ځکه چې د نورو ټولو قومونو خلک د یهودیانو څخه وېرېدل. ۳د ولایتونو ټولو مامورینو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، نورو والیانو او شاهي استازو د یهودیانو سره مرسته کوله، ځکه چې هغوی ټول د مردخای څخه وېرېدل. ۴مردخای په ماڼۍ کې یو قوي سړی ؤ، په ټولو ولایتونو کې هغه مشهور شو او د وخت په تېرېدو سره هغه نور هم قوي شو.

۵نو څه چې د یهودیانو خوښه وه د خپلو دښمنانو سره یې وکړل. خپل ټول دښمنان یې په تورو باندې ووهل، هغوی یې ووژل او له منځه یې یووړل. ۶یهودیانو د شوش په بالاحصار کې پنځه سوه کسان ووژل او له منځه یې یووړل. ۷همدارنګه هغوی فرشنداطا، دلفون، اسفاتا، ۸فوراتا، ادلیا، اریداتا، ۹فرمشتا، اریسای، اریدای او ویزاتا هم ووژل. ۱۰دا د همداتا د زوی هامان یعنې د یهودیانو د دښمن لس زامن وو. خو هغوی هېڅ شی لوټ نه کړ.

۱۱په هماغه ورځ پاچا ته خبر راورسېد چې د شوش په بالاحصار کې څومره خلک وژل شوي دي. ۱۲بیا پاچا استر ملکې ته وویل: «یهودیانو یوازې د شوش په بالاحصار کې پنځه سوه کسان وژلي دي چې په هغو کې د هامان لس زامن هم شامل دي. نو هغوی به د پاچا په نورو ولایتونو څومره خلک وژلي وي؟ اوس ته نور څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا نوره غوښتنه څه ده چې زه یې درکړم؟»

۱۳استر په ځواب کې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، د شوش یهودیانو ته اجازه ورکړئ چې نننی فرمان دې سبا هم عملي شي او د هامان د لسو زامنو مړي دې په دار باندې وځړول شي.» ۱۴نو پاچا حکم وکړ چې دا وړاندیز دې عملي شي. دا فرمان په شوش کې اعلان شو او د هامان د لسو زامنو مړي په دار باندې وځړول شول. ۱۵د شوش یهودیان د اذر د میاشتې په څوارلسمه ورځ د شوش په ښار کې هم راغونډ شول او درې سوه کسان یې هلته ووژل، خو هغوی هېڅ شی لوټ نه کړ.

۱۶یهودیان په ولایتونو کې هم سره راغونډ شول چې د خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي او د خپلو دښمنانو له شره خلاص شي. هغوی پنځه اویا زره کسان چې د دوی څخه یې کرکه لرله ووژل، خو هېڅ شی یې لوټ نه کړ. ۱۷دا وژنه د اذر د میاشتې په دیارلسمه ورځ وشوه او په څوارلسمه ورځ پوره ارامي وه او دا ورځ یې د خوشحالۍ او جشن ورځ وټاکله. ۱۸خو هغه یهودیان چې په شوش کې وو، په دیارلسمه او څوارلسمه ورځ یې خپل دښمنان ووژل. په پنځلسمه ورځ پوره ارامي وه او په دې ورځ یې جشن ونیوه او خوشحالي یې وکړه. ۱۹له دې امله هغه یهودیان چې د دېوال لرونکو ښارونو دباندې اوسیږي د اذر د میاشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ جشن لمانځي. په دې ورځ هغوی مېلمستیاوې کوي او یو بل ته ډوډۍ د سوغات په توګه ورکوي.

د پوریم جشن

۲۰مردخای دا ټولې پېښې ولیکلې او د خشایار شاه د ټولو ولایتونو یهودیانو ته یې که لېرې وو او که نژدې، لیکونه واستول، ۲۱چې د اذر د میاشتې څوارلسمه او پنځلسمه ورځ باید هر کال ولمانځي. ۲۲دا هغه ورځې وې چې یهودیانو د خپلو دښمنانو څخه ارامي وموندله او دا هغه میاشت وه چې د هغوی غم په خوښۍ او ویر یې د خوشحالۍ په جشن بدل شو. هغوی ته وویل شول چې دا ورځې دې په مېلمستیاوو ولمانځي او یو بل ته او غریبانو ته ډوډۍ د سوغات په توګه ورکړي. ۲۳نو یهودیانو د مردخای د لارښودنو څخه پیروي وکړه او هغوی چې څنګه دا جشن پیل کړی ؤ، هر کال به یې لمانځه.

۲۴هامان د همداتا زوی چې د اجاج د طایفې څخه ؤ او د ټولو یهودیانو دښمن ؤ، پچه اچولې وه (چې هغوی د پوریم په نوم یادوله) او په دې توګه یې د یهودیانو د تباهۍ ورځ ټاکلې وه. هغه دا پلان جوړ کړی ؤ چې هغوی له منځه یوسي. ۲۵خو کله چې دې خبرې ته د پاچا پام شو، نو هغه لیکلی فرمان ورکړ: هغه ناوړه پلان چې هامان د یهودیانو په خلاف سنجولی ؤ هغه دې بېرته په هغه باندې عملي شي او هغه او د هغه زامن دې په دار باندې وځړول شي. ۲۶‏-۲۷(له دې امله دا ورځې د پوریم په نوم یادیږي چې د پور د کلیمې اخیستل شوې ده.) یهودیانو د مردخای د هغه لیک په خاطر چې هغه لیکلی ؤ او هم هرڅه چې په هغو باندې پېښ شوي وو، دا ټول یې د خپلو ځانونو، خپلې اولادې او د هغو ټولو دپاره چې یهوديان کیږي د یو دود په توګه غوره کړ. یهودیان به هر کال په ټاکلي وخت دا دوه ورځې د مردخای د لارښوونو له مخې په منظمه توګه ولمانځي. ۲۸دا پرېکړه وشوه چې د هر یو راتلونکي یهودي نسل هره کورنۍ دې په هر ولایت او هر ښار کې چې وي، د پوریم دا ورځې د تل دپاره په یاد وساتي او هغه دې ولمانځي او هغه دې نه هېروي.

۲۹نو د ابیحایل لور استر ملکې د مردخای په مرسته د هغه واک په لرلو سره چې هغې درلود، دوهم لیک ولیکه چې د پوریم په اړه لومړنی لیک تایید کړي. ۳۰دا لیک د ټولو یهودیانو په نامه ؤ او د هغه نقلونه د خشایار شاه د امپراتورۍ ټولو یوسلو اووه ویشت ولایتونو ته واستول شول. په هغه کې د یهودیانو دپاره د سولې او امنیت غوښتنه شوې وه. ۳۱هغوی او د هغوی اولادونو ته لارښوونه شوې وه لکه څنګه چې هغوی د روژې نیولو او ویر کولو مراسم په ځای کول، هماغسې دې د پوریم ورځې په ټاکلي وخت ولمانځي. دا حکم د یهودي مردخای او استر ملکې له خوا شوی ؤ. ۳۲د استر فرمان د پوریم قوانین تایید کړل او هغه په یو کتاب کې ولیکل شو.