ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او ديارلسم زبور

د څښتن د مهربانۍ ثنا او صفت

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ

ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه

۲وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامه

له همدا اوس نه تر ابده پورې

۳د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورې

ثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه

۴ټولو قومونو کې اوچت دی څښتن

د هغه جلال له اسمانونو لوړ دی

۵څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شان

چې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست

۶خو شي راټیټ به هغه

چې اسمانونه او ځمکه وګوري؟

۷غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینې

او له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان

۸کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سره

د خپل قوم د شاهزادګانو سره

۹شنډې ښځې ته اولاد ورکوي

او خوشحالوي هغه په خپل کور کې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!