ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - یوولسم فصل

داود د ټولو اسراییلو پاچا

(دوهم سموییل ۵: ۱ - ۳)

۱وروسته د اسراییلو ټول خلک په حبرون کې د داود حضور ته راټول شول او هغه ته یې وویل: «مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو. ۲حتی کله چې شاوول زمونږ پاچا ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او ستاسو څښتن خدای تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.» ۳کله چې د اسراییلو ټول مشران په حبرون کې داود پاچا ته ورغلل، داود د څښتن په مخکې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړ، لکه څنګه چې څښتن د سموییل په وسیله دا وعده کړې وه.

داود او د اورشلیم فتح

(دوهم سموییل ۵: ۶ - ۱۰)

۴داود پاچا او ټول اسراییلیان لاړل او د اورشلیم په ښار باندې یې برید وکړ. په هغه زمانه کې اورشلیم د یبوس په نوم وپېژندل شو او د دې ځای اصلي اوسېدونکي لا تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل. ۵یبوسیانو وویل: «ته به ونه شې کولای چې دلته راننوځي!» خو داود د صهیون د غره کلا ونیوله چې وروسته د داود د ښار په نوم یاد شو.

۶داود خپلو لښکرو ته ویلي وو: «هغه لومړنی عسکر چې یو یبوسی ووژني زما د لښکرو قوماندان به شي.» نو له دې امله چې د زرویه زوی یوآب لومړی برید وکړ، هغه قوماندان شو.

۷وروسته داود هماغې کلا ته کډه وکړه، نو ځکه هغه د داود د ښار په نوم یاد شو. ۸هغه د ښار شاوخوا سیمه پراخه کړه، په هغه ځای کې یې کار پیل کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا ډکه وه او یوآب پاتې ښار بېرته جوړ کړ.

۹داود نور هم قوي شو، ځکه چې مطلق قادر څښتن د هغه سره مل ؤ.

د داود نامتو جنګیالي

(دوهم سموییل ۲۳: ۸ - ۱۷)

۱۰دا د هغو نامتو جنګیالیو نومونه دي چې د اسراییلو د خلکو په مرسته یې د داود پاچاهي قوي او ټینګه کړه، ترڅو د څښتن د وعدې سره سم د هغوی پاچا شي:

۱۱له دغو جنګیالیو څخه لومړنی جنګیالی د حکمون زوی یشوبعام ؤ او هغه د «درېو جنګیالیو» مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل. ۱۲دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ له خیله ؤ. ۱۳کله چې فلسطینیان هلته د جګړې دپاره راغونډ شول، العازار د داود سره په فسدمیم کې ؤ. په یو داسې ځای کې چې له اوربشو څخه ډک پټی په کې ؤ، اسراییلي عسکر له فلسطینیانو څخه وتښتېدل. ۱۴خو العازار او د هغه سړیو د پټي په منځ کې ځانونه ټینګ کړل او فلسطینیانو ته یې ماتې ورکړه. څښتن هغوی ته یو لوی بریالیتوب ور په برخه کړ.

۱۵یوه ورځ له هغو دېرشو مشرانو جنګیالیو څخه درې تنه یو ګټ ته چې د عدولام سمڅې ته نژدې او داود په کې ؤ، راغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفاییم په دره کې خېمې درولې وې. ۱۶داود هغه وخت په خپل خوندي ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ. ۱۷داود ارمان وکړ او ویې ویل: «کاشکې څوک له هغه کوهي څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی، ماته اوبه راوړي.»

۱۸نو هغو درېو زړورو سړیو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، خو داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې. ۱۹داود وویل: «خدای دې نه کړي چې زه دا اوبه وڅښم! دا به د هغو سړیو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!» نو هغه دا اوبه ونه څښلې. دا د هغو درېو زړورو کسانو کارونه وو.

دېرش جنګیالي

(دوهم سموییل ۲۳: ۱۸ - ۳۹)

۲۰ابیشای د یوآب ورور د دېرش کسیزې ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو درېو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۲۱که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، خو د هغو درېو تنو په شان مشهور نه شو.

۲۲بنایاه د یهویاداع زوی چې د قبصییل څخه ؤ، یو توریالی عسکر ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو قوي موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یو ځلې هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورښکته شو او یو زمری یې وواژه. ۲۳همدارنګه هغه یو مصری وواژه چې قد یې له دوو مترو لوړ ؤ او یوه نېزه ورسره وه چې د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان غټه وه. بنایاه د خپلې امسا سره په هغه باندې برید وکړ، د هغه مصري له لاسه یې نېزه واخیستله او هغه یې ورباندې وواژه. ۲۴بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د درېو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۲۵د هغه عزت د هغې دېرش کسیزه ډلې څخه ډېر زیات شو، خو په درېو جنګیالیو کې یې ګډون نه درلود. داود هغه د خپلو ساتونکو د ګارډ مشر وټاکه.

۲۶دا نور نامتو جنګیالي دي:

  • د یوآب ورور عساهیل
  • الحانان د دودو زوی له بیت لحم څخه
  • ۲۷شموت له هرور څخه
  • حالز له فلون څخه
  • ۲۸عیرا د عقیش زوی له تقوع څخه
  • ابیعزر له عناتوت څخه
  • ۲۹سبکای له حوشا څخه
  • عیلای له اخوخ څخه
  • ۳۰مهرای له نطوفې څخه
  • حلد د بعنه زوی له نطوفې څخه
  • ۳۱اتای د ریبای زوی د بنیامین له جبعې څخه
  • بنایاه له فرعاتون څخه
  • ۳۲حورای د جاعش له خوړونو څخه
  • ابي ییل له عربات څخه
  • ۳۳عزموت له بحروم څخه
  • الیحبا له شعلبون څخه
  • ۳۴هاشم له جزون څخه
  • یوناتان د شاجای زوی له حرار څخه
  • ۳۵اخیام د ساکار زوی له حرار څخه
  • الیفال د اور زوی
  • ۳۶حافر له مکیرات څخه
  • اخیا له فلون څخه
  • ۳۷حصرو له کرمل څخه
  • نعرای له ازبای زوی
  • ۳۸یوییل د ناتان ورور
  • مبحار د هجري زوی
  • ۳۹صالق له عمون څخه
  • نحرای د بیروت څخه چې د زرویه د زوی یعنې د یوآب وسلې به یې وړلې.
  • ۴۰عیرا او جارب له یتر څخه
  • ۴۱اوریا حیتي
  • زاباد د احلای زوی
  • ۴۲عدینا د شیزا زوی چې د روبین په قبیله کې یو مشر ؤ او د دېرش کسیزو عسکرو ډله هم ورسره وه
  • ۴۳حانان د معکه زوی
  • یوشافاط له متنا څخه
  • ۴۴عزیا له عشتاروت څخه
  • شاماع او یعییل د حوتام زامن له عروعیر څخه
  • ۴۵یدیعییل او یوخا د شمري زامن له تیص څخه
  • ۴۶الي ییل له محویم څخه
  • یریبای او یوشویا د الناعم زامن
  • یتمه له موآب څخه
  • ۴۷الي ییل، عوبید او یعسي ییل له مسوباه څخه.